«د طالبانو منفي خبري د سولي پروسه زيانمنوي»
۱۳۹۱ اسفند ۲, چهارشنبهاوس ویل کیږي چې طالبان هم د سولي پر سر یوه احتمالي جوړجاړي ته د رسیدو له پاره له افغان دولت او پاکستان سره خبرو ته حاضر شوي دي.
طیب آغا د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د فيبرورۍ۲۰) په کابل کې له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې طالبانو ته هم په کار ده چې له منفي فکرونو او لفظي تیریو څخه لاس واخلي، چي د سولي له پاره عملي پروسه پیل شي.
د نوموړي په خبره طالبان، پاکستان او د کابل حکومت باید پر مثبتو ټکو فکر وکړي او د رسنیو له لاري یو پر بل د ګوزارونو لړۍ ته د پای ټکی کښېږدي:
«هغه افغان طالبان چې په پاکستان کې دي، هغوی هم باید مثبت جواب ووایي، او افغان حکومت هم باید مثبت ځواب ووایي او دا منفي خبري چې اوس له بیلا بیلو لورو کیږي زه فکر نه کوم چې په دې سره دي د افغانستان لانجې ته کومه حل لار وموندل شي.»
د بحران نړیوالې ډلې تیر کال په خپل کلني رپوټ کې خبرداری ورکړی وو چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته ښايي د افغانستان حکومت نسکور شي.
نو ځکه حکومت هڅه کوي له طالبانو سره یوه سیاسي جوړجاړي ته په هره بیه چې وي لار ومومي.
د افغانستان د سولي عالي شورا چې د خبرو اترو له پاره له افغان اړخه مخکښ رول لري وايي، دغه پروسه افغان شموله ده او ټولي ډلي او مدني خوځښتونه به پکې ښکیل وي که نه نو د دوی هڅي کوم ځای نه نیسي.
خو د سولي عالي شورا غړی قاضي محمد امین وقاد او د دغي شورا یو شمیر غړو نن په کابل کې خبریالانو ته وويل:
«د سولي عالي شورا یو رهبري کوونکی رول لري، مدني ټولني، سیاسي احزاب، پوهنتونونه، دیني عالمان او ټول په دغه پروسه کې ونډه لري چې په پوره دقت سره یي پر مخ بیایو ځکه دا یوه ملي پروسه ده.»
د سولي د پروسي د افغاني کولو او استقلالیت په اړه لا وختي شکونه را پيدا شوي دي. خو د دغي شورا د بهرنیو اړیکو مشر محمد اسماعیل قاسم یار وایي چي په دې پروسه کې به هیڅ یوه بهرني ته د لاس وهني او عملي صلاحیت اجازه ور نه کړي:
«دا پروسه افغاني ده چې مشري یي افغانان کوي، هر څوک چي زموږ دغه اصل ته پام و نه کړي که هغه هر بهرنی هیواد وي که زموږ بهرني ملګري وي موږ هغه نه منو.»
له طالبانو سره د سولي پر سر خبري له تیرو دوو کلونو راهیسي له هسکو ژورو سره مخ دي. لیکن هغه څه چي اولسي افغانان په خپل هیواد کې د امن د راتګ هیله لري، دا هیله تر اوسه نه ده پوره شوي.