1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د طالبانو مشر، په پاکستان کې آزاد ژوند کاوه»

۱۳۹۵ مهر ۱۹, دوشنبه

د رویترز خبري آژانس ویلي دي چي ملا هیبت الله اخندزاده، تر دې مخکې چې د طالبانو مشر وټاکل شي، تر می میاشتې پورې په آزاده توګه په پاکستان کې د الحج په مسجد کې درس ورکاوه.

https://p.dw.com/p/2R4sK
Afghanistan Mullah Haibatullah Achundsada
انځور: picture-alliance/dpa/Afghan Islamic Press via AP

د پاکستان د کویټې ښار ته نزدې سیمه کوچلاغ کې د طالبانو د مشر هیبت الله اخندزاده، د ژوند او آزاد کار په اړه لا تر اوسه پورې څه نه دي ویل شوي. او د دې موضوع روښانه کیدل چې هغه تر می میاشتي مخکې په آزاده توګه په دې ځای کې ژوند کاوه، ښاريي پاکستان تر لا ډیر فشار لاندې راولي.

په وروستیو وختونکو کې واشنګټن پر اسلام آباد باندي د طالبانو د مشرانو پر ضد د اقداماتو نه کولو له کبله، نیوکې کړې دي او د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې خرابې شوې دي.

د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا څانګې یوه چارواکي ویلي دي چې دغه «اداره په داسې موقعیت کې نه ده چې د هیبت الله اخندزاده د اوسیدو پخوانی او اوسنی ځای تائید کړي.»

ویل کیږي چې اخندزاده اوس د افغانستان او پاکستان تر منځ له پولې څخه تر تیریدو وروسته، اوس په یوه نامعلوم ځای کې پټ دی، خو تر می میاشتي مخکې هغه په کوچلاغ سیمه کې چې د پاکستان په بلوچستان ولایت کې پرته ده، په آزاده توګه ژوند کاوه او د طالبانو په منځ کې یې ورځ تر بلې صلاحیت ډیریدی.

هغه په می میاشت کې تر هغه وروسته چې ملا اختر محمد منصور، د امریکا متحدو ایالاتو د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې ووژل شو، د طالبانو د مشر په توګه وټاکل شول.

تر دې مخکې د القاعدې ډلې مشر اسامه بن لادن، هم د امریکا د ځانګړو ځواکونو په یوه برید کې د پاکستان په ایبت آباد کې ووژل شو.

د الحج مسجد مسئول حفیظ عبدالمجید، چې په خپله هم د هیبت الله اخندزاده، زده کوونکی وو، ویلي دي: «کله چې هغه امیر شو، هغه له خپلې ټولي کورنۍ سره له دې سیمې ولاړ.»

هغه زیاته کړې ده: «یو سړی نه شي کولای چې په عین وخت کې هم دیني درس ورکړي او هم د طالبانو مشر وي. که هغه دلته پاته شوی وای نو دا کار به هرو مرو زموږ او د هغو زده کوونکو له پاره چې دلته زده کړې کوي، ډیر خطرناکه وای.»

پاکستان وایي چې د طالبانو د مشرتابه د ځپلو په مخو په خپل توان کې ټول کارونه ترسره کوي. خو د دې هیواد د کورنیو چارو وزارت په کوچلاغ سیمه کې د اخندزاده د ژوند په اړه پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

د پوځ یوه ویاند هم ویلي دي چې په دې اړه به نظر ور نه کړي.

کارپوهان وایي پاکستان په افغانستان کې د هندوستان د نفوذ د مخکنیوي له پاره د طالبانو ملاتړ کوي. خو اسلام آباد تل دغه تورونه ردوي.

د بلوچستان ايالت مشر سرفراز بخدي، رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «زه په بلوچستان کې د طالبانو منظم حظور په قوي توګه ردوم.»

د طالبانو د اوسني مشر په اړه د هغه شاګردان څه وایي؟

د الحج مسجد هغه خونه چې ویل کیږي ملا هیبت الله اخندزاده به پکې د درسونو په منځ کې استراحت کاوه، تړل شوې ده. د خونۍ ټولي پردې اوس هم کښته شوې دي. خو اوس هم د اخندزاده نوم پر دیوالونو باندې لیکل شوی دی.

د اخندزاده پخوانیو همکارانو او شاګرادانو، هغه یو درس خوانه او له با دسیپلینه انسان بللی دی. ویل کیږي چې هغه تر پنځوسو کلونو لوړ عمر لري او د افغانستان د کندهار ولایت دی. ویل شوي دي چې ملا هیبت الله اخندزاده یوازې دوې ورځې مخکې له دې چې د طالبانو د مشر په توګه وټاکل شي، د کوچلاغ له سیمې څخه لا درکه شوی دی.

د الحج مسجد اداري مسئول مجید، وویل چې اخندزاده به د سهار له اتو بجو څخه بیا تر غرمې پورې هره ورځ په دې ځای کې درس ورکاوه. د هغه په خبره اخندزاده د خپل دې کار په بدل کې ۱۰۰۰۰ کلداري چې څه نا څه ۱۰۰ ډالره کیږي، ترلاسه کولې.

هغه ویلي دي: «موږ خواشیني یو چې هغه تللی دی، ځکه هغه یو ډیر ښه استاد او د مسجد له پاره یوه سرمایه وه.»

د مسجد څو تنو نورو کارکوونکو او زده کوونکو چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، دغه خبري تائید کړې دي.

کله چې له مجید څخه وپوښتل شول چې د طالبانو یوه دومره مهم غړي څرنګه کولای شو چې په آزاده توګه په دې مسجد کې درس ورکړي، نو هغه وویل: «هغه یوازې یو دینداره انسان وو. هغه شیخ الحدیث وو. کله چې هغه امیر شو، نو له دې ځایه ولاړ. موږ یوازې دومره پوهیږو.»

د اخندزاده ځينو همکارانو ویلي دي چې تر۲۰۰۱م کال يا په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالاتو د جګړې تر پیلیدو وروسته، د هغه د کورنۍ ځيني غړي وژل شوي دی.

د الحج مسجد یوه زده کوونکي پای خان، ویلي دي چې هغه په ۲۰۱۴م کال کې د اخندزاده یوه وینا واوریده چې پکې د طالبانو د یوه مشر وژنه غندل شوې وه: «هغه په ډیر قوت سره د امریکا او جګړې په اړه خبري کولې او دا یې ویل چې له جهاد څخه به لاس وا نه خلو او دا چې له امریکا او یا هم د هغه له لاس پوڅي حکومت سره به خبري و نه کړي.»

رویترز خبري آژانس ددغو څرګندونو په تائېدېدو نه دی توانیدلی.

خان چې اوس د طالبانو د یوې ملاتړي ډلې غړی دی وایي چې اخندزاده څو کاله هغه ته درس ورکړی دی.

خان، رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «که تاسو هغه پر سړی ووینۍ تاسو به هیڅ وخت باور و نه کړئ چې هغه به یوه ورځ د نړۍ يو له پیاوړو مشرانو څخه شي.»

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، ویلي دي چې له افغانستان څخه تر تېښتي وروسته، هیبت الله اخندزاده په کوچلاغ کې ژوند کاوه. هغه ویلي دي چې په دې وخت کې اخندزاده د طالبانو قاضي القضات وو.

خو هغه ویلي دي چې اخندزاده له کوچلاغ څخه لا وختي وتلي وو: «ایا تاسو باور کوی چې د اخندزاده په څیر یو کس چې خلک یې په لټه کې دي د کوچلاغ په څیر یوې سیمې کې مدرسه وچلوي. په داسې حال کې چې افغان او امریکایي ځواکونه هڅې کوي چې هغه ونیسي او یا یې هم ووژني.»

په کوچلاغ کې د اخندزاده داسې کوم رسمي انځور او یا هم لیکنې نه شته چې رویترز خبري آژانس ورته لاس رسي موندلی وي. رویترز خبري آژانس نه دی توانیدلي چې په دې سیمه کې د هغه د حضور په اړه څرګندوني د یوې خپلواکې سرچینې له خوا تائید کړي.

د بلوچستان په نورو سیمو کې هم ډیر کسان اخندزاده پیژني. د جمعیت علماې اسلام نظریاتي ګوند یوه ویاند سید عبدالستار شاه چشتي، ویلي دي: «اخندزاده څو کاله په کوچلاغ کې اوسیدی. ما څو وارې هغه لیدلی وو. هغه به ډیر وخت کویټې ته راتلی.»