د طالبانو مشرتوب به څوک پر غاړه واخلي؟
۱۳۹۵ خرداد ۴, سهشنبهله هغه وروسته چې د شنبه په ورځ د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د امريکا د بې پیلوته الوتکې په یوه برید کې ووژل شوو، د هغه دوه مرستیالانو، ملا یعقوب چې د طالبانو د تحریک د مؤسس ملا محمد عمر زوی دی، او د امریکايي ځواکونو سرسخت دښمن سراج الدین حقاني نومونه په رسنیو کې د هغو کسانو په جمله یاد شوي چې ښايي د طالبانو مشرتوب پر غاړه واخلي.
د طالبانو یوې لوی سرچینې د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «یعقوب له دې څخه ډډه وکړه چې مشرتوب پر غاړه واخلي او وویل چې هغه د دې کار له پاره ډير ځوان دی.» دغې سرچینی چې هویت یې د ياد آژآنس له خوا بربنډ شوی نه دی، زیاته کړه :«د منصور مرستیال او د عملیاتو قوماندان سراج الدین حقاني د خپلو شخصي دلایلو له امله ډډه کړې ده چې مشرتوب پر غاړه واخلي.»
دغه تحول د طالبانو د شورا کار چې خپل نوی مشر وټاکي ستونزمن کړی دی. د طالبانو څو قوماندانان له یکشنبې ورځي راهيسي د پاکستان په دننه کې په یو نا معلوم ځای کې د یو نوي مشر د ټاکلو له پاره سره راټول شوي دي.
طالبانو لا تراوسه په رسمي ټوگه د منصور چې د ملا عمر له مړیني وروسته تیرکال په ناڅاپی توگه مشر شو، د وژل کیدو خبر تصدیق کی نه دی. په دې موده کې د طالبانو په لیکو کې د مشرتوب پر سر ژور اختلافات رامنځ ته شول.
یوې بلې سرچینې د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «ښايی یو څه وخت ونیسي چې طالبان خپل نوی مشر وټاکي.» د دغه مقام له پاره د څو نورو کسانو نومونه هم اخیستل شوي دي. د هغو په جمله کې یو هم ملا عبدالغنی برادر دی چې پخوا د طالبانو د تحریک مرستیال وو او ویل کیږي چې د پاکستان له پوځي دستگاه سره نژدې اړیکې لري.
ملا برادر په ۲۰۱۰م کال کې په پاکستان کې ونیول شوو او د ۲۰۱۳م کال په سپتمبر کې د افغانستان د سولي پروسې د هڅو د یوې برخې په توگه آزاد شوو. خو د رپوټونو له مخې ویل کیږي چې نوموړی د پاکستاني چارواکو له خوا په خپل کور کې نظر بند وي.
ملا عبدالقیوم ذاکر د طالبانو یو بل مشهور او سرتیری قوماندان دی چې ویل کیږي ښایې د مشرۍ له پاره مټې بډوهي.
تر دې مخکې د طالبانو ډيرو قوماندانانو له دې څخه ډډه وکړه چې ملا منصور ته سرټیټ کړي. هغوی په هغه وخت کې وویل چې منصور د ملاعمر مړینه دوه کاله پټه ساتلې وه او په بیړه یې ځان مشرتوب ته ورساوه.
د طالبانو یوې بلې سرچينې د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «د طالبانو تحریک له یو ډير کړکیچن پړاو څخه تیریږي. موږ يوه پخلا کوونکي، نه جگړه مار مشر ته اړتیا لرو.»