1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو ته د پاکستاني پاسپورت د ورکولو غوښتنه

د المان خبري آژانس/ مسعود جهش۱۳۹۱ آبان ۴, پنجشنبه

افغان حکومت له پاکستان څخه غوښتي دي چې د طالبانو لوړپوړو غړو ته پاکستاني پاسپورتونه ورکړي چې هغوی وشي کولای د سولې د خبرو اترو له پاره له دې هیواد څخه بهر سفر وکړي. (انځور له اشیف څخه)

https://p.dw.com/p/16WAu
انځور: AP

د افغان ولسمشر ویاند ایمل فیضي، د چهار شنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې افغان حکومت له پاکستاني او امریکايي چارواکو سره پر دې موضوع باندې د خبرو اترو په حال کې دی چې د طالبانو او نورو یاغي ډلو ځینو مشرانو ته د سفر کولو په برخه کې یو شمیر سهولتونه رامنځ ته کړي ترڅو هغوی د سولې خبرو اترو ته وهڅول شي.

ښاغلي فیضي زیاته کړه: «په هغو اسانتیاو کې چې موږ مطرح کړي دي د طالبانو مشرانو ته د پاسپورتونو ورکول هم شامل دي. ترڅو هغوی وشي کولای په اسانۍ نورو هیوادونو ته سفر وکړي.»

افغان چارواکي په دې اند دي چې د طالبانو ډیری مشران په پاکستان کې میشت دي او له افغان حکومت سره هیڅ ډول رسمي اړیکه نه لري. له همدې کبله دغه افغان چارواکي فکر کوي چې دې یاغیانو ته د افغاني پاسپورتونو ورکول ستونزمن کار دی.

فیضي وویل: «موږ د پریکړه نیولو په جریان کې د پاکستان ریښتینې همکارۍ ته اړتیا لرو. د دې په خاطر چې د طالبانو مشران په پاکستان کې میشت دي او د پاکستان له ریښتینې مرستې پرته به زموږ هڅې کومه ګټه و نه لري.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر اوسه پورې له افغان حکومت سره د خبرو اترو موضوع منلې نه ده. طالبان وایي چې له خبرو اترو څخه د هغوی هدف له نړیوالې ټولنې او متحده ایالاتو سره توافق کول دي. د روان کال په لومړیو میاشتو کې طالبانو په قطر کې د یوه دفتر د پرانیستلو اعلان وکړ خو وروسته بیا په دې بهیر کې ستونزې رامنځ ته شوې او دا دفتر جوړ نه شو.

افغان حکومت له طالبانو سره د خبرو اترو له پاره په ۲۰۱۰ کال کې د سولې عالي شورا هم رامنځ ته کړه خو د همدې شورا پخوانۍ مشر برهان الدین رباني، د طالبانو په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو. پر دې ټولو ستونزو سربیره هم افغان حکومت له طالبانو سره د سوله کولو هڅې جاري ساتي. ایمل فیضي وویل: «د سولې بهیر یوه اوږده پروسه ده. افغان حکومت او نړیواله ټولنه د یاغیانو له پاره د فرصتونو د رامنځ ته کولو هڅې جاري ساتي چې هغوی د سولې له بهیر سره یوځای شي.»

افغان حکومت وایي چې په ترکیه، سعودي عربستان او یو شمیر نورو هیوادونو کې د سولې د خبرو اترو د پیلولو له پاره هلې ځلې کوي. د ولسمشر کرزي ویاند وویل چې سولې ته د رسیدو په برخه کې یو شمیر ستونزې هم موجودې دي. د هغه په خبره یو شمیر کسان د سولې د عالي شورا د کارونو مخه نیسي. فیضي وړاندې وویل چې د طالبانو یو شمیر چارواکي چې کیدای شوای د سولې په بهیر کې ګټور ثابت شوي وای په مرموز ډول وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سعودي عربستان حکومت د لومړي ځل له پاره پریکړه کړې ده چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ منځګړیتوب وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب