1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو د ویرې تر سیورې لاندې ښونځي ته تلل

هاجره حرکت (حسین سیرت)۱۳۹۳ مهر ۳, پنجشنبه

هغه ماشومان چې د طالبانو د حاکمیت تر سیوري لاندې ښوونځيو ته تللي دي د سختو ورځو کیسي کوي. هغوی روښانه کړې ده چې د د طالبانو له راڅرگنديدو سره څه ډول له ښوونځيو څخه امنو ځایونو ته تښتیدلي دي.

https://p.dw.com/p/1DL1C
انځور: AP

۱۷ کلنه سعیده د میدان وردک ولایت د جلیريز ولسوالۍ اوسیدونکی ده. طالبان په دی ولسوالۍ کې فعاله دي او د امنیتي قواو پر وړاندې جنگیږي.

د سعیدی کورنۍ يو کال مخکې کله چې په کلي کې یې جگړې زور واخیست خپله ځمکه او کور پريښود او کابل ته گډه شول. دغه افغانه نجلۍ د هغو ورځو کيسې کوي چې څه ډول د طالبانو له ویری څخه له ښوونځي تیښتیده. هغه وایي: «یوه ورځ ښوونځي ته تللي وم چې ناڅاپه طالبان راغلل. موږ ټول وتيښتیدو ځکه د ښوونځي مسوولیو راته وویل چې نه شي پوړنې مو کوچنۍ او طالبان مو ونیسی. موږ له هغه ځایه وتيښتیدو. له همدی کبله اوس نه شو کولای هلته ښوونځي ته ولاړ شو.»

سعیده وایې کله چې طالبان ښوونځي ته راتلل نو زده کونکو د ویرې له کبله ښوونځی پریښوده: «ډير ویريدلو. هیڅ خبرې مو نه شوای کولای. خپل ټیکري مو نه شوای پر سر کولای. يو بوټ به مو په پښه وو او بل به راڅخه ورک وو، هیڅوک د بل له حاله خبر نه وو. د باغونو په منځ کی به مو منډې وهلې ترڅو ځانونه بل کلي ته ورسوو.»

طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د نجونو پر وړاندې ښوونځي تړلي وو. اوس مهال هم په هغو سیمو کې چې طالبان حاکمیت لري د نجونو د ښوونځيو دروازې تړلې دي.

سعیده وايي چې د طالبانو د پرله پسي گواښونو له کبله په سیمه کی د نجونو د ښوونځيو دروازې وتړل شوې ځکه څوک له ويرې ښوونځي ته نه شوای تلای. د سعیدی عمر دومره دی چې باید په لسم ټولگی کی وای خو د طالبانو له لاسه هغې ونه شو کولای چې په منظم ډول ښوونځي ته ولاړه شي او خپلي زده کړو ته دوام ورکړي.

هغه اوس د ماشومانو د زده کړی په باغچه کې چې د یوه فراسوی بنسټ له خوا تمويلیږی په پنځم ټولگي کې زده کړې کوي. سعیده وايي دا چې له جگړې څخه په تیښتې او په کابل کې د زده کړو په دوام ورکولو وتوانیده، ډیره خوشحاله ده. خو د هغې ملگرې او ټولگيوال اوس هم د جگړی په سیمه کی ژوند کوي او د زده کړو له نعمت څخه بې برخې دي.

هغه هلکان چې اوس د افغانستان په هغو سیمو کې زده کړې کوي چې جگړه په کې روانه ده هم له ډیرو ستونزو سره لاس او گریوان دي. طالبان هغوی مجبوروي چې د پطلون پرځای افغاني کالي پر تن کړي او لنگۍ وتړي.

حمید چې یو نهه کلن ماشوم دی له خپلې کورنۍ سره شپږ میاشتې مخکې له میدان وردک څخه کابل ته راغلی دی او وایي چې د پر له پسې جگړې له کبله یې نه شوای کولای چې نور په خپل کلي کې پاتې شي.

هغه هم په ښوونځي کی د طالبانو له زورونو څخه خبري کوي: «نجونې او هملکان به يې ښوونځيو ته نه پرئيښودل او که هلکانو به پطلون اغوستی وو نو په يوه باغ کې به یې هغوی وهل. نجونې به یې هم وهلی. د ښوونځيو دروازې يې زموږ پر مخ تړلې وې.»

دغه ماشوم له دولت او طالبانو څخه غواړي چې نور جگړې ته د پای ټکی کیږدي او نور ښونځیو ته د ماشومانو د تلو مخه و نه نیسي. هغه وایي: «موږ غواړو چې طالبان بیرته خپل وطن ته راشي سوله راولي او پخلا شي. که چيری سوله نه وي نو زموږ وطن به برباد شي او د وطن ماشومان به بې سواده پاتې شي.»

د ښوونې او روزنې وزارت په وروستیو کلونو کې هڅه کړې ده چې د سپین ږیرو قومی مشرانو او مخورو کسانو په مرسته په هغو سیمو کې چې د طالبانو تر کنترول لاندې دي ښوونځي پرانیزي خو ډیر وخت دغه هڅې بې پایلې پاتې شوې دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب