1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو استازي په اسلام آباد کې له چا سره لیدلي؟

۱۳۹۵ اردیبهشت ۷, سه‌شنبه

د افغان طالبانو استازي پاکستان ته رسیدلي دي، څو له کابل سره د سولي خبرو اترو د بیا پیلیدو په موخه له پاکستاني چارواکو سره وویني. دغه رپوټ رویترز خبري آژانس د افغان چارواکو او طالب مشرانو له قوله ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/1Icpg
Afghanistan Taliban
انځور: AP

د رویترز خبري آژانس په وینا د طالبانو استازي پاکستان ته رسیدلي دي، خو د دغه پلاوي د ملاقاتونو په هکله معلومات نه شته. د پاکستاني چارواکو له لوري تر اوسه لا دغه خبر تائید شوی نه دی. دغه سفر په کابل کې تر چاودنې یوه اوونۍ وروسته کیږي چې ۶۴ تنه یې ووژل او په سونو نور یې ټپیان کړل.

تیره میاشت طالبانو په څلور اړخیزو خبرو اترو کې چې پکښې پاکستان، افغانستان، امریکا متحد ایالات او چین شامل دي، له گډون کولو څخه ډډه وکړه.

نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې افغان حکومت له دې څخه ناهیلي شوی دی چې د دوی له نظره اسلام آباد د دې ژمنې له پوره کولو ډډه کړې چې په پاکستان کې میشت طالبان خبرو اترو ته حاضر کړي، که نه پر وړاندي به یې پوځي گام واخیستل شي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال، له نوموړي خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «موږ په دې خبریوو چې د طالبانو هیئت په پاکستان کې دی. موږ به تر هغه پوري هلته ولاړ نه شو چې پاکستان خپلي کړي ژمني پوره نه کړي.»

محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ د پارلمان دواړو خونو ته د وینا پر مهال له پاکستان څخه غوښتي ول چې په خپله خاوره کې د هغو طالبانو پر ضد گامونه واخلي چې د سولي خبري اتري ردوي.

افغانستان له ډیر وخت راهیسې پر پاکستان تور لگوي چې په دغه هیواد کې د طالبانو مشران شته، خو اسلام آباد بیا دغه تورونه ردوي او وایي چې پر هغوی باندي یوازې «محدود نفوذ» لري.

رویترز په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په پاکستان کې د طالبانو یوه لوی مشر دوی ته دا خبره تائید کړې ده چې يو مشر استازی ئې په کراچۍ کې دی او له پاکستاني چارواکو سره خبري اتري کوي.

رپوټ زیاتوي چې د طالبانو دغه غړي چې د نوم د نه ښوولو په شرط یې خبري کړي دي ویلي دي چې «هغوی [د طالبانو استازي] د دوشنبې په ورځ رارسېدلي دي. هغه زیاته کړې ده: «د ورځي ناوخته هغوی پر يوه نامعلوم لوري ولاړل او د شپې ناوخته بیرته راوگرځېدل.»

په راپور کي راغلي دي چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر دوو غړو چې د سولي د خبرو اترو په پخوانیو هڅو کې یې هم ونډه درلوده په پاکستان کې د طالبانو د استازي حضور تائید کړی دی. خو هغوی ویلي دي چې خبري اتري په اسلام آباد کې شوي.

رویترز له دغو دوو تنو څخه د یوه له قوله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی لیکلي دي: «زموږ خلکو له پاکستاني چارواکو سره خبري کړي دي او زه ډاډه یم چې هغوی به د سه شنبې په ورځ له چینایانو سره هم وویني. دا موږ ته بې تفاوته ده چې کابل په دغو خبرو کې گډون کوي او که نه، موږ لا تر مخه پسرلني عملیات پیل کړي دي او په کامیابې سره روان دي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او همداشان په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت په دې هکله څه نه دي ویلي. د طالبانو ویاند ویلي دي چې د دې صلاحیت نه لري چې د قطر د سیاسي دفتر د فعالیتونو په هکله څه ووایي.