1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانوسره د روغي جوړي نوى پلان

۱۳۸۸ بهمن ۶, سه‌شنبه

افغاني چارواكي وايي چې دطالبانو او د ولت دمخالفينو سره د پخلايني او روغي جوړي د خبرو د پيل كولو دپاره يې نوى پلان جوړكړى دى ،چي د لندن په كنفرانس كې به ورباندي خبري وسي

https://p.dw.com/p/LgvF
انځور: picture-alliance/ dpa

دغه پلان چې ځيني ټكي يې افشأ سوي دي ،وايي چې د دولت سره د طالبانو د يو ځاى كيدو په صورت کښي هغه طالبان چي د القاعده سره ارتباط ونلري ،په دولت کښي پر كار وركولو سربېره نغدي پيسې او د تقاعد په نامه د معاش سره يو ځاى د نورو کومکو بند و بست به هم وسي .

دغه پلان چې د جمهوررييس او دهغه د سلاكارانو لخوا جوړشوى دى او انګلستان او امريکا يې ملاتړ كړى دى، د طالبانو د مشرانو سره د خبرو دپاره وړشرايط برابر سوي دى او حتی تر دې پوري ويل سوي دى چي طالبانو ته به په يوه دريم هېواد کښي چي شايد مقصد يې سعودي عربستان وي ،سياسي پنا هندګي ورکول سي . خو په دې منځ کښي د طالبانو د رژيم يولوړ پوړى چارواكى سناتور مولوي ارسلا رحماني وايي چي د حامد كرزي دغه اقدام ګټور دى، خو عملي اړخ نلري او يوازي د پيسو كارول روغه جوړه نسي راوستلى .

رحماني وايي چي كه چيري طالبانو ته د پخلاكېدو په نامه د پيسو او امتيازاتو وركول پيل سي ،په دې صورت کښي به په سلګونو زره افغانان پر ځانو باندي د طالبانو ټاپه ووهي او د پيسو د ترلاسه كولو دپاره به يوه بله ماجرأرامنځته كړي ،چي حالات به نور هم خراب كړي .

ليكوال او سياسي څېړونكى عصمت قانع وايي چي داوسني دولت په تركيب کښي زياتره داسي كسان واكمن دي چي طالبانو ورسره نه پخلاكيدونکی دريځ نيولى دى ، ځكه نو د حامد كرزي دغه پلان چي د طالبانو سره د روغي جوړي د خبرو د پيل كولو دپاره يې جوړ كړى دی كوم ځاى ځكه ونه نيسي . طالبان خپل ايډيال حكومت او انتضاميه غواړي چي كابل يې منلو ته تيار نه دى .

دهغې ورڅي څخه چي حامد كرزي د مشرۍ واګي تر لاسه كړي دي تل يې دطالبانو سره د روغي جوړي د خبرو خواست كړى دى ،خو تر دې دمه چي طالبانوكوم عکس العمل ښودلى دى او خپل دريځ يې څرګند كړى هغه د كابل او نړيوالو په مزاج برابر نه دى او هغه دخارجي قواوو ايستل او د طالبانو په خوښه د شرعي نظام نفاذ دى چي كابل په دې كار کښي خپله بقاء نه ويني او دغسي شرطونه ورسره نسي منلى . ځكه خو د خبرونوڅخه لاڅه نه دي جوړ سوي .

جمال كوټوال

کتونکی : محمد قاسم نوري