د صوماليا بحران
۱۳۸۵ بهمن ۵, پنجشنبهيونيسف د save the children له خيريه ټولنې سره د يوې گډې ويناپه ترڅ کې، د صومالياله مؤقتي حکومت څخه غواړي چې، له خپلوکورنيوسره د ټولوماشوم سرتيرو د بيايوځای کيدو او د هغوۍ د پالنې لپاره، له هيڅ ډول هلوځلواوزيارنه ډډه ونکړي. د عيني شاهدانوگڼ شميرراپورونه داپه ډاگه ثبوتوي چې د صومالياپه نويوجگړوکې ماشومانواونويوځلميانوپه فعاله توگه برخه درلوده.
د ماشومانواوښځو د وژنې له کبله انديښنه
يونيسف د هغوراپورونوله کبله ډيره انديښمنه ده، د کوموپربنسټ چې ښايي د صوماليا د حکومت لخوا، د وروستۍ جگړې په وروستيوورځوکې، د پراخه بمباريوله امله صوماليايي ماشومان اوښځې وژل شوي او د مهاجرينوپرکمپونوباندې د توغنديوډزې شويدي. د کينياپه لور د پولې تړلو، د صومالياپه جنوب کې مهاجرين له لاډيروخطرونوسره مخامخ کړيدي. يونيسف ته د رسيدلوخبرونوله مخې پرڅوتنوماشومانو باندې د سړک پرمخ ډزې شوي اوصغيروگړي د جگړه مارانولخواپه جگړوگمارل شويدي.