1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شکنجې ضد قانون د پراخوالو غوښتنه

۱۳۹۶ شهریور ۵, یکشنبه

په افغانستان کې د بشري حقونو فعالان له ولسمشر غني څخه غواړي چې د شکنجې ضد قانون پراخه کړي. د دې قانون له لارې به د شکنجي قربانیانو ته دا امکان برابر شي چې د امنیتي ځواکونو لخوا د شکنجې په صورت کې د تاوان غوښتنه وکړي.

https://p.dw.com/p/2iuch
Parwan Detention Center in Bagram, Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa

د بشري حقونو فعالان وايي چې د شکنجې ضد قانون سره ضمیمه شوی د یوه بل قانون په عملي کولو سره به د شکنجي قربانیان دا حق تر لاسه کړي چې د افغان دولت پر ضد د ملکي محکمې غوښتنه وکړي. دغه څه د افغانستان په اوسنیو قوانینو کې ځای نه لري. د دې قانون له لارې د شکنجي قربانیانو ته دا امکان برابر شي چې د امنیتي ځواکونو لخوا د شکنجې په صورت کې د حیثیت اعاده او د تاوان غوښتنه وکړي. 

دغه ضمیمه شوی قانون وړاندیز شوی او د دې قانون ملاتړي هیله من دي چې ولسمشر غني به یې لاسلیک کړي او د یوه فرمان له مخې يې د شکنجې ضد قانون سره یو ځای کړي. په عین وخت کې د ولسمشر غني د دفتر یوه ویاند په دې هکله له تبصرې ډډه وکړه.

د بشري حقونو ځینې فعالان او تحقیق کوونکي وايي چې اوسمهال یوازې حکومت د خپل امنیتي سکتور هغه مامورین چې پر شکنجې تورن وي، تر عدلي تقعیب لاندې راوستلی او هغوی ته سزا ورکولی شي کوم چې د دوی په وینا ډیر کم تر سره کیږي.

هیومن رایټس واچ یا د بشري حقونو د څار سازمان سر څیړونکې پتریشیا ګوسمن د خپلې یوې لیکنې له لارې د دې ضمیمه شوي قانون د توشیح غوښتنه کوي.

خو هغه وايي چې حکومت هم اړ دی چې د شکنجي د قربانیانو او د ځورول شوو کسانو د حقونو د انډول له پاره په خپلو قوانینو کې تعادل رامنځ ته کړي.

نوموړې وویل چې که چیرته د یو تورن کس محکمه وځنډیږي نو په دې نوي قانون سره یو څوک کولای شي چې د تاون د سیستم له موجودیت څخه په ګټه اخیستنې د دولت پر ضد عریضه وکړي.

په عین وخت کې د بشري حقونو څیړونکو د ولسمشر غني د ادارې د هغو هڅو ستاینه کړې چې غواړي شکنجه په یوه جرم بدله کړي خو وايي چې په عمل کې د شکنجې د ورکړې رپوټونو ډیر زیات دي.

د همدې کال په اپریل میاشت کې د ملګرو ملتونو په یوه رپوټ کې راغلي وو چې د حکومت له لوري د شکنجې د کچې د راټیټولو اقدامات ناکامه شوي. په رپوټ کې همدا راز ویل شوي چې د شخړو له امله د نیول شوو کابو ۴۰ سلنه تورنو کسانو چې د رپوټ چمتو کوونکو ورسره مرکې کړې، ویلي دي چې دوی یا د افغان امنیتي ځواکونو له خوا شکنجه او یا هم ورسره بد چلن شوی دی. په دې امنیتي ځواکونو کې تر ډیره پورې د افغانستان د استخباراتو او پولیسو مامورین شامل دي.

په دې رپوټ کې ویل شوي چې د تورنو کسانو وهل ډبول، د لرګیو په واسطه د پښو وهل، پر پلاستیکي پیپونو او کیبلونو وهل او ان د تورنو کسانو بدن او تناسلي آلو ته برق ورکول په دې شکنجو کې شامل دي. رپوټ همدا راز زیاته کړې وه چې د اوږدې مودې له پاره له لاسونو ځوړندول او د تنفس بندول هم په دغو شکنجو کې لیدل شوي دي.

شهرزاد اکبر څوک چې د شکنجې پر ضد فعالیت کوي او یوه مدني فعاله ده وايي چې قربانیانو ته ملکي محکمو ته د خپل تاوان د غوښتنې لاس رسی به دا ډاډمن کړي چې دوی د تاوان غوښتنه وکړي او خلکو ته دا د شکنجو د پیښو معلومات په لاس ورځي.