د شکمنو ښي اړخو تروریستانو پر ضد تالاشي
۱۳۹۵ فروردین ۳۱, سهشنبهاعلان
د «شپيگل آنلاین» د یوه رپوټ له مخې د آلمان لوی څارنوالي او د جنایي چارو فدرالې ادارې د زاکسن ایالت په فرایتال سیمه کې د شکمنو ښي اړخو تروریستانو پر ضد اقدامات کړي. رپوټ زیاتوي چې په دغه ترڅ کې پنځه تنه نیول شوي دي. زیاته شوې ده چې په دغه چاپه کې ځانگړو قطعاتو GSG 9، هم ونډه درلوده.
په لایپڅیگ کې د پولیسو د افراطیت چارو د «دفاع عملیاتي مرکز» یا (OAZ) د یوې پوښتنې په ځواب کې دا خبره تائید کړې ده چې په فرایتال کې یو ماموریت تر سره شوی دی. خو په کالزروهه، کې د آلمان لوی څارنوال او د جنایي چارو فدرالې ادارې لا په دې هکله څه نه دي ویلي. د «شپگل آنلاین» د معلوماتو له مخې پر نورو سربیره د یوه ښي اړخي ترهگر گروپ جوړول او د قتل د هڅې د موضوعاتو خبره مطرح ده. پر شکمنو نیول شوو کسانو د پناه غوښتونکو پر کمپونو د حملو تور دی.