1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شپې په عملیاتو کې د ښځینه سرتیرو ونډه

مسعود جهش (د فرانسې خبري آژانس)۱۳۹۱ بهمن ۲۸, شنبه

افغان پوځ اوس ښځینه سرتیرې روزي چې د شپې په عملیاتو کې ونډه واخلي. له دې سره ښايي په دغه ډول عملیاتو کې ډیرې ستونزې له منځه ولاړې شي، ځکه ډیر شمیر افغانان نه غواړي نارینه د هغوی کورونه تلاشي کړي.

https://p.dw.com/p/17fJ1
انځور: picture alliance/AP Photo

۲۳ کلنه لینا ابدالي په ۲۰۱۱ کال کې د ښځینه خاصو ځواکونو له لومړیو غړو څخه یوه وه. هغه وايي: «که نارینه دغه کار کولای شي، نو ښځې هم د دې دندې د ترسره کولو وړتیا لري.»

د شپې له خوا عملیات تل د ولسمشر کرزي او د هغه د لویدیځو ملګرو تر منځ یوه شخړه ییزه موضوع پاتې شوې ده. تر دې مخکې به بهرنیو ځواکونو د شپې په عملیاتو کې ونډه اخیسته چې په افغاني ټولنه کې یې ډیر حساسیتونه راپارولي ول. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو وختونو کې د شپې د عملیاتو مشري په خپله افغانانو ته سپارل شوې ده.

تر هغه وروسته چې افغان پوځ ښځینه سرتیرې هم د شپې په عملیاتو کې ښکیلې کړې، په دې برخه کې ډیرې ستونزې له منځه ولاړې. ښځینه سرتیرې د شپې په عملیاتو کې دوه مهمې دندې لري. د هغوی لومړۍ دنده دا ده چې د عملیاتو پر مهال د ښځو او ماشومانو ساتنه وکړي. په همدې حال کې باید هغوی د احتمالي بریدونو پر وړاندې له ځانه دفاع ته هم چمتو وي. پر دې سربیره له ښځو څخه د معلوماتو راټولو هم د هغوی د دندې مهمه برخه ده.

په پلان کې ده چې ټول نړیوال جنګي ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ووځي. تر دې نیټې وروسته به افغانان په یوازیتوب ټول عملیات پر مخ بیایي او بهرني ځواکونه به یوازې د هغوی په روزنه کې برخه اخلي. د دې له پاره چې افغان ځواکونه د خپلو راتلونکو ماموریتونو له پاره چمتو شي، په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو د هغوی د روزنې بهیر چټک کړی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي، وایي چې میرمنې له ډیر وخت راهیسې د افغانستان د امنیتي ځواکونو په چوکات کې دنده ترسره کوي، خو له ۲۰۱۱ کال وروسته هغوی په ځانګړو پوځي عملیاتي ډلو کې هم شاملې شوې دي. دغه چارواکی زیاتوي چې اوس د افغان پوځ په چوکاټ کې ۱۰۰۰ ښځینه سرتیرې دنده ترسره کوي.

یو افغان پوځي چارواکی جلال الدین یفتلي، وایي چې افغان کلیوال نه غواړي چې بهرنیان یې په کورونو کې عملیات تر سره کړي خو هغوی په ډیرو مواردو کې د افغان ځواکونو هرکلی کړی او ورسره یې مرسته کړې ده. دغه چارواکی زیاتوي: «کله چې موږ خاصې ښځینه سرتیرې نه لرلې، نو له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان وو. ښځینه سرتیرې په عملیاتو کې ډیرې ګټورې ثابتې شوې دي.»

په داسې حال کې چې په پوځ کې د ښځو شتون ډیر ګټور دی، خو بیا هم هغه ښځې چې د شپې له خوا په ترسره کیدونکو عملیاتو کې ونډه اخلي په افغاني ټولنه کې له یو څه ستونزو سره لاس او ګریوان دي. ډیر شمیر ښځې باید لومړی د خپلې کورنۍ رضایت ترلاسه کړي او وروسته بیا په پوځ کې د شاملیدو هڅې پیل کړي.

اغلې ابدالي وایي چې هغه د خپلې دندې څرنګوالی له خپلو خپلوانو څخه پټوي. خو دغه افغانه میرمن پر خپلې دندې ویاړي او وایي: «که زه خپل ځان د یوې افغانې میرمنې او خپل کلتور له پاره په خطر کې وا نه چوم، نو څوک به دغه کار وکړي؟»

ابدالې تر خپلې پوځي خولۍ لاندې ټیکری پر سر کوي، خو نورې جامې یې د یوه نارینه پوځي په شان دي. هغه له ځانه سره ډیرې وسلې او نور تجهیزات لیږدوي. دغه میرمن وایي چې افغانې ښځې باید د دغه شان دندو په ترسره کولو سره وښيي چې له ناروینه وو څخه کمې نه دي.

یو شمیر افغانې میرمنې خو پو پولیسو کې ډیرې لوړې رتبې او مقامونه هم ترلاسه کړي دي.
یو شمیر افغانې میرمنې خو پو پولیسو کې ډیرې لوړې رتبې او مقامونه هم ترلاسه کړي دي.انځور: AP
پر پوځ سربیره یو شمیر افغانې میرمنې د پولیسو په قطار کې هم دنده تر سره کوي.
پر پوځ سربیره یو شمیر افغانې میرمنې د پولیسو په قطار کې هم دنده تر سره کوي.انځور: AP