د شپږ او دولس کلنو ماشومانو سرونه پرې شول
۱۳۹۱ شهریور ۱۰, جمعه
په لومړۍ پېښه کې د چهار شنبې په ورځ یو ۱۲ کلن هلک د افغانستان په جنوب کې لومړی برمته شو او بیا د ئې سر پرې کړل شو. دغه پېښه د کندهار ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د کندهار ولایت ویاند جاوید فیصل، وویل چې طالبانو د دغه هلک سر د هغه د تنې تر څنگ ایښی وو چې له دې لارې دولت پلوه ځواکونو ته اخطار ورکړي.
د وژل شوي هلک ورور د سیمه ییزو پولیسو غړی دئ. فیصل وویل: «دا د طالبانو له خوا سیمه ییزو پولیسو او نورو هغو کسانو ته یو اخطار دئ چې د دولت ملاتړ کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف محمدي، په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.
په یوې بلې پېښي کې د افغانستان په کاپیسا ولایت کې د پنجشنبې په ورځ د یوې شپږ کلنې نجلۍ سر پرې کړل شوی دئ. دغه خبره د دې ولایت د پولیسو قوماندان عبدالحمید، وکړه.
هغه وویل: «موږ لا تر اوسه پورې په دې خبره نه پوهیږو چې ایا دغه نجلۍ د طالبانو له خوا وژل شوې او که کورنۍ ئې په دې کار لاس پورې کړی دئ. خو موږ پوهیږو چې سیمه د طالبانو تر کنترول لاندې ده.»
ښاغلي حمید زیاته کړه چې سیمې ته د طالبانو له ویرې څیړونکې ډله نه شي استولای. وروستې پېښي په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې تر دې یوازې څو ورځې مخکې د افغانستان په هلمند ولایت کې اوولس کسان په داسې حال کې ووژل شول چې له یوه محفل څخه د خوند اخیستو له پاره سره راټول شوي ول.
د کندهار ولایت د زرداري ولسوالۍ چارواکو هم د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې طالبانو د جولای میاشتې په وروستیو وروځو کې په دې ولسوالۍ کې د یوه ۱۶ کلن هلک سر پرې کړ.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض