1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شينډنډ په ځانمرګي بريد کي 2 بهرني عسکر مړه او څلور نور ټپيان دي

۱۳۸۷ آبان ۱۹, یکشنبه

د افغان او هسپانیوي چاراواکو د وینا له مخه، په لویديز هرات ولايت کي د یو ځانمرګي بريد په ترځ کي، دوه هسپانوي سر تیري وژلسوي او څلور نور ټپیان دي

https://p.dw.com/p/FqHi
د هرات په ځانمرګي بريد کي ويجاړ سوی پوځي موټر
د هرات په ځانمرګي بريد کي ويجاړ سوی پوځي موټرانځور: AP

د افغانستان په لویديز کي د پولیسو یو ویاند عبدالروف احمدي وویل: برید کونکي په چاودونکو توکو بار یو میني بس سره د افغان او ناټو ځواکونو پر یوکتار باندي په شین ډنډکي نن سهار برید وکړ. احمدي زیاته کړې: زموږ د معلوماتو له مخه په عزيز آباد کي، د ناټو دوه سرتیري وژل سوي او څلور نور ټپیان دي،هغه وویل چي یو افغان سر تیری هم ټپي سوی دی. که څه هم احمدي د ناټو دغه دوه عسکر ایټالوي معرفي کړي دي، خو د هسپانيې د دفاع وزارت وویل چي په نوموړې حمله کي د هغوی دوه سرتیري وژل سوي او څلور ټپیان دی.

د هسپانيې د دفاع وزارت وویل چي حمله په هرات کي د هغوی هډې ته نژدې سوې ده.د فرانس پريس د خبري آژانس د رپوټ له مخه چي له کابل څخه يې ورکړی، د ناټو تر قوماندې لاندي، نړیوال امنیتي مرستندوی ځواک آیساف، هم د دې خبر تايد وکړی چي په هرات ولايت کي د هغوی پر سرتیرو باندي برید سوی دی، لومړیو رپوټونو یادونه کړې وه چي پر پوځي کتار باندي توغندی لګیدلي دي.

په کابل کی د آیساف یوه مطبوعاتي ویاند وویل چي په برید کي پنځه تنه ټپیان سوی دي،خوهغه د وژل سوو د شمیر او همدا راز دا چي دغه سرتیري د کوم هیواد دي،د فرانس پريس خبری آژانس ته معلومات ور نه کړل.

په هرات کي پر بهرنيو ځواکونو باندي د مخکني ځانمرګي بريد تصوير
په هرات کي پر بهرنيو ځواکونو باندي د مخکني ځانمرګي بريد تصويرانځور: AP

د آلمان د خبري آژانس DPA د رپوټ له مخه طالبانو په خپل انټرنيټي پاڼه کي ددغي حملې مسوولیت په غاړه اخیستی دی. په دغه پاڼه کي ادعا سوې چي د طالبانو یوه جنګيالي، ملا حبیب الله، چي د هرات اوسیدونکی دی، دغه حمله په لاره واچوله. د طالبانو په خبر پاڼه کي دا ادعا هم سوې چي ګواکي « یو امرکايي ټانک ویجاړ سوی او په هغه کي یو شمېرسرتیري ټپیان سوي دي».

د افغانستان په لویديز کي، هسپانوي، ایټالوي او ليتوانيايي سرتیري فعاليت کوي. هسپانیه په افغانستان کي د ناټو ځواکونو په چوګاټ کي 780 سرتیري لري.

شین ډنډ یوه ناکراره سیمه ده چي شا او خوا ته يې طالبان پراته دي او د قومي شخړو پس منظر لري. د اګست په میاشت کي، د امریکا د متحده ایالاتو په مشرۍ نړیوال ځواک په دغه سیمه کي پر ښورښيانو باندي حمله وکړه چي په ترځ کې یوګڼ شمېر ولسي خلک ووژل او د کابل د حکومت او د هغه د متحدینو تر منځ تاو تریخوالی راوپاريدی.

د جرمني د خبري آژانس په رپوټ کي دا هم راغلي دي چي د هرات د پولیسي ځواک ویاند، عبدالروف احمدي، د وینا له مخه، پولیسو د هغه ولایت د ادرسکن په ولسوالۍ کي یو تن شکمن ځانمرګی بریدکونکی ونیوی. هغه وویل: « دغه ترهګر له پاکستان څخه دی او پلان يې درلودی چي په دغه ولایت کي پر افغان او دوستو ځواکونو باندي حمله وکړي.»