د شيخ زايد پوهنتون زراعت پوهنځي ته يو کتابتون جوړ شو
۱۳۹۰ اسفند ۵, جمعهدا کتابتون چې په لسګونه جلده بېلابېل زراعتي کتابونه لري، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د دفتر په مالي لګښت جوړ شوى دئ. د خوست د شيخ زايد پوهنتون ریئس دوکتور ګل حسن وليزى وايي، چې د دې کتابتون په جوړيدو ٢١ زره امريکايي ډالر لګښت راغلی.
نوموړي د ملګرو ملتونو له سازمان څخه د دې کتابتون د جوړيدو له امله مننه کړې او زياته ئې کړه، چې دا به د کرهڼې د پوهنځي د استادانو او محصلينو سره ډیره مرسته وکړي او دوى به په ښوونيز ډګر کې د زياتو معلوماتو له پاره له دې کتابتون څخه ګټه پورته کړي.
په سويل ختيځو ولايتونو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي نماينده کريسټوب سيلون وايي، چې دا کتابتون يواځې د کرهڼې پوهنځي ته جوړ شوى او دا يوه کوچنۍ پروژه ده.
نوموړى زياتوي، چې دوى هڅه کوي، چې په راتلونکي کې د خوست له شيخ زايد پوهنتون سره په بېلابېلو برخو کې زياتې مرستې وکړي.
دا پداسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د شيخ زايد پوهنتون د طب او انجينري پوهنځي له پاره هم کتابتونونه جوړ شوي او دا مهال اړتيا ليدل کيږي چې د نورو پوهنځيو ترڅنګ د ادبيات او ژورنالېزم پوهنځي هم د خپلو محصلينو د مطالعې له پاره ورته کتابتونونه ولري.
فریدالله ظاهر/ خوست
کتونکی: سید ریاض