د شوماخر روغتيايي وضعيت لږ ښه سوی دی
۱۳۹۲ دی ۱۰, سهشنبهډاکټرانو تیره شپه شوماخر بیا عملیات کړ، خو وایي چې اوس هم د دغه موټر چلولو د اتل په اړه څه نه شي ویلای.
د نړۍ تر ټولو ښه موټر چلوونکی مېشايل شوماخر، اوس د فرانسې په گرینوبل روغتون کې تر درملنې لاندي دی. د هغه ډاکټرانو د سه شنبې په ورځ وویل چې تیره شپه یې د شوماخر سر بیا عملیات کړی دی چې له کبله یې د هغه په روغتیايي وضعیت کې ښه والی راغلی دی، خو بیا هم دغه موټر چلوونکی په حساس روغتیايي حالت کې دی.
د شوماخر ډاکټرانو ویلي دي چې اوس د هغه له سر څخه اخیستل شوي انځورونه یو څه پر مختگ ښيي. خو دغو ډاکټرانو ټینگار کړی دی چې اوس هم وختي دی چې سړی د شوماخر د روغتیايي وضعیت په اړه وړاند وینه وکړي.
د شوماخر یوه ډاکټر جین فرانسوس پاین، د سه شنبې ورځې په خبري کنفرانس کي وویل: «وضعیت اوس د تیرې ورځې په پرتله ډیر تر کنترول لاندي دی خو موږ ویلای نه شو چې هغه له خطر څخه وتلی دی.»
هغه ترسره شوي عملیات ته په اشاره سره زیاته کړه: «موږ یو څه فرصت رامنځته کړی دی خو موږ اوس هم باید په هر ساعت کې خپلي څارني ته دوام ورکړو.»
شوماخر د یکشنبې په ورځ د فرانسې په يوه غرنۍ سيمه کي د سکي يا پر واوره باندي د ښوېدلو پر مهال لویدلی وو او سر یې پر یوې تيږي باندي و لگېد او سخت ټپي شو.