د شهزادگۍ ديانا د کاليو نندارتون
د بريتانیا د پخوانۍ شهزادگۍ ديانا تر مرگ شل کاله وروسته د هغې ښکلي کالي په ډيره لوړه بيه وپلورل شول. د ديانا په پخواني کور کينسګټن پیلس کې نندارې ته ايښول شوي جامې یې د ژوند کيسه کوي.
د ورساچه چپنه او د زړونو ملکه
شهزادگۍ ديانا په۱۹۹۱م کال کې د عکس اخيستني له پاره د مشهور ايټالوي فیشن ډيزاينر ورساچه له خوا جوړه شوې يوه افسانوي چپنه اغوستې وه. په ۲۰۱۵م کال کې دا چپنه په دوه لکه ډالره وپلورل شوه. ورساچه او ديانا په ۱۹۹۷م کال کې د ديانا تر مرګه پوري ښه دوستان ول.
د بريتانيا د شهزادگۍ د ژوند مختلف پړاونه او کالي
په اتيامه لسيزه کې د ديانا د کاليو رومانتکه بڼه په نويمه لسیزه کې د ډيزاينرانو له خوا په جوړو شويو کاليو بدله شوه. ديانا دا هنر زده کړی وو چې خپل کالي د دپيلوماتیکي وسيلې په توګه وکاروي. څومره چې د دې شاهي جوړې شريک ژوند د ناکامۍ پر لور روان وو په هماغه اندازه د ديانا له کاليو څخه هم خپلواکي او ځواک څرګنديدی.
عاجزانه پیل
کم عمره ديانا سپينسر، د فيشن ډيزاننګ له نړۍ څخه بيخي ناخبره وه. هغې يوازي يوه دوې ښه جوړ جامې او پېزار لرل. له دې امله به یې له خپلو ملګرو څخه جامې اخيستلې. دغه خام ګلابي کميس ديانا له چارلس سره د نامزادۍ پر وخت او دغه نسواري یې په سکاتلند کې تر واده وروسته د رخصتيو پر وخت اغوستی وو.
د شاهي جوړې خوږه مياشت
تر واده وروسته په لومړي سر کې ديانا لکه يوه عادي ښځه د شهزاده چارلس تر څنګ وه. خو د وخت په تيريدو سره د هغې پر ځان باور ډير شو چې دا یې له کاليو څخه هم څرګنديږي.
ښکلي کميسونه
د کلونو په تیريدو سره ديانا خپل لباس ته بدلون ورکړ او د ديپلوماتيک اوزار په توګه یې کارول. سعودي عربستان ته د يوه سفر پرمهال هغې يو ورېښمن لباس اغوستی وو چې په طلايي تار پرې «شاهين» ګلدوزي شوي ول. شاهين په تيلو د غني دغه هيواد ملي نخښه ده.
له جان تراولتا سره نڅا
د ويکتور ايدلشتاين له خوا ډيزاين شوی دا شين رنگه بخملي کميس ديانا په ۱۹۸۵م کال کې په سپينه مانۍ کې د يوې مېلمستيا پر وخت اغوستی وو. دلته هغه د مشهور امريکايي ممثل جان تراولتا سره نڅا هم وکړه. دوه کاله وروسته د آلمان د هغه وخت پلازمېني بون ته د سفر پرمهال هم ديانا دغه کالي اغوستي ول.
د فيشن د ملکې پر لور
د وخت په تیرو سره ديانا د جامو په انتخاب هم وپوهيدله. د ډيزاينري کيتهرين واکر لباسونه یې خوښيدل. هغې به تل د ديانا له پاره ښکلي کميسونه جوړول.
هغه ښځه چې انځور یې په نړۍ کې په تر ټولو زياتو مجلو کې چاپ شوی
له مجلو او ورځپاڼو سره د ديانا اړيکو ته د «ميني او نفرت اړيکه» ويل کيده. دې خو به کله له ځينو عکاسانو څخه شکايت کاو او کله به یې پخپله مجلو او ورځپاڼو ته د عکسونو د اخيستو موقع ورکوله.
د خلکو شهزادگۍ
د شهزاده چارلس او ليدي ديانا د جلا کيدو رسمي اعلان په ۱۹۹۲م کال کې وشو او په نويمه لسيزه کې د هغې په لباس کې هم ښکاره بدلون تر سترګو شو. ديانا دغه مهال د يوې شهزادگۍ څخه د «خلکو په شهزادگۍ» بدله شوه. د هغې پر مرګ د بريتانيا د هغه وخت لومړي وزير توني بلير هم هغې ته د «خلکو د شهزادگۍ» خطاب وکړ.
د فيشن ميراث
نندارچيان دلته ايښوول شوي د ماښام هغه لباسونه او کميسونه ډير خوښوي چې شهزادگۍ ديانا د مشهور عکاس ماريو تیستينو له خوا په اخيستل شويو عکسونو کې اغوستي دي. پر ديوالونو را ځوړند دا عکسونه يوه داسې متحرکه او پر ځان متکي ديانا ښکاره کوي چې له خپل ژوند څخه مطمنه ده.