1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شنګن په حوزه کي د سرحدي کنترول د بيا جاري کولو په وړاندي مخالفت

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۱, چهارشنبه

اروپايی پارلمان د فرانسي اوايتاليا د حکومتونو چی مشران یی کورنی ستونزی لری، په هغه يواقدام سختي نيوکي وکړي چي غواړي د افريقا له شمال څخه د کډوالو د مخنيوي په پلمه د شنګن په حوزه کي بيرته سرحدي کنترول جاري کړي.

https://p.dw.com/p/11DUI
د اروپا په پارلمان کی بحث
د اروپا په پارلمان کی بحثانځور: AP

د اروپا د پارلمان ډيري استازي سخت په غوصه شوي دي چي د اروپايي اتحاد بنسټ ولي داسي ژرسست او کمزوري شي. د اروپا په پارلمان کي د آلمان د سوسيال مسيحي ديموکرات د ګوند استازي، مانفرد ويبر وايي چي د اروپا په دننه کي د وګړو آزاد تګ او راتک بايد داسي په آساني سره بايد تاواني نه شي.

هغه وویل: «شنګن زمونږ د اروپايي پروژی يوه ستره لاس ته راوړنه ده. وګړي کله چي په اروپا کي په سفر لاس پوري کي د دغي ستري لاس ته راوړني اهميت ډير ښه احساسوي. مونږ به له دغه اصل څخه د اروپا په پارلمان کی ټينګه دفاع وکړو»

د اروپا په پارلماني کي نوموړي سياست وال يادونه وکړه: په تيرو کلونو کي د اروپا د اتحاديي نورو غړو دولتونو ډيرو زياتو مهاجرو ته په خپلو هيوادنو کي ځاي ورکړ، خو دومره ناندري يي نه دي کړي چي اوس فرانسه او ايتاليا ، د شمالي افريقا د نوو کډوالو له امله کوي.

دغه راز د اروپا په پارلمان کي د آلمان د سوسيال ديموکرات د ګوند پارلماني استازي، مارتين شولڅ په نوموړي بحث کي خپله انديښنه څرګنده کړه: « اروپايي روحيه زمونږ له لاسه ځي.»

شولڅ په شتراسبورګ د اروپايي پارلمان يوي غوندي ته وويل: کله چي له لبيا او تونس څخه 400 زره کډوال راورسيږي ، نو بيا کيداي شي چي سړي د کډوالو له يو ستر ناورين څخه خبري وکړي، خو کله چي ليدل کيږي د افريقا له شمال څخه يواځي 20 زره کډوال د اروپا د اتحاديي د 27 غړو دولتونو خاورو ته رسيدلي دي، دا بايد د دي لامل نه شي چي د شنګن له تړون څخه لاس واخیستل شی.

هغه يادونه وکړه چي د2006 کال د فوتبال د نړيوالي اتلولي په وخت کي په موقتي توګه د شنګن د غړو هيوادونو پولو کي يواځي په موقتي توګه سرحدي کنترول بيرته له سره ونيول شو ترڅو د اله ګوله کونکو مخه ونيوله شي. د اروپا په پارلمان کي د آلمان د سوسيال ديموکرات د ګوند دغه استازي د ايتاليا او دفرانسي د حکومتونو په مشرانو باندي نيوکي وکړي چي په خپلو پولو کي بيرته سرحدي کنترول جاري کړي دي. هغه وویل: «دي ته هيڅ اړتيا نه شته چي د دوو حکومتونو د مشرانو چي په څپلو هيوادونو کي تر سخت سياسي فشارونو لاندي دي او غواړي چي د خپلو شخصي ستونزو لپاره د تيښتي کومه لاره پيدا کړي، ولس لمسونکي اقدام څخه په داسي يوه طريقه ملاتړ وشي، چي ګواکي مونږ په دي هکله يوه مفاهمه وړاندي کړو.»

له مفاهمي څخه د اروپآيي کميسيون د تيري اوني دريځ مقصد دي. په دغه دريځ کي د اروپايي کميسيون د کورنيو چارو کميساري، سيسيليا مالم ستريوم دي ته اشاره کړي، که چيري د کډوالو وضعيت نور هم بد ورګي شي، کيداي شي چي د شنګن تړون لغوه کړاي شي. د داسي يو دريځ له وړاندي کولو سره د اروپا د اتحاديي کميسيون له سختو نيوکو سره مخامخ شو.

د اروپا په پارلمان کي د بلجيم د ليبرال ګوند استازي، ګوي فرهوف شتات د فرانسي په ولسمشر سارکوزي او د ايتاليا په صدراعظم، برلسکونکي نيوکي وکړي او هغوي د يوي ناوړي لوبي په کولو تورن کړل:

«دا د دو حکومتونو د مشرانو، برلسکوني او سارکوزي د پينګ پانګ لوبه ده، چي د کډوالو دسر په قيمت يي کوي، هغه خلک چي اوس په سختو کړاونو کي ژوند کوي.

د اروپا په پارلمان د شنو يا د ګروينن ګوند استازي، دانيل کون بينيت هم په دي هکله په فرانسي او ايتاليا باندي نيوکي وکړي ، هغه په خاصه توګه په فرانسه کي نژاد پالونکی تمايلات وغندل، څرنګه چي فرانسوي پوليسو د تونسي کدوالو تذکري پرته له کوم دليل څخه څيري کړي .

کای رینیکر/ عبدالباری حکیم

کتونکی: بریښنا صابر