د شنډنډ ۱۴ کسيزه وسلواله ډله تسليم سوه
۱۳۸۹ مرداد ۴, دوشنبهملارحيم ويلي دي چي «د قومي اختلاقاتو،غربت اوسیمه ایزه لاملونو له وجي د دولت پر خلاف ولاړو او اوس چي په سیمه کي د استوګني زمينه ورته پیداسوه ملکي ژوندته راوګرځیدی»
د ملي امنیت مامورینو چي د نوم ښودلو او ږغ خپرولو څخه ډډه کړې په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي لکي دي چي تسلیم سوو کسانو د شنډنډ په زیرکو وسلوالۍ کي فعالیت درلودی.
په خبر پاڼه کي راغلي چي تسليم سوو وسلوالو د اړتيا په صورت کي د دولت سره د مرستي ژمنه کړې ده.
په هرات کي دسولي د ټینګښت اوملي پیوستون پروګرام مشرحضرت سیدشر یف مجددي وايي چي ددې ډلي په شمول په روان کال کي شاوخوا ۵۰۰ تنه وسلوال طالبان ملکي ژوندته ستانه سوي دي چي ډيری يې په شنډنډ وولسوالۍ پوري اړه لري.
افغان ولسمشرحامدکرزي ټولوهغوغیر مسوله وسله واله ډلوته دعفوی اوروغي جوړي ږغ کړی دی،چي دولت په خلاف دریدلي دي.
شريف شرفيار/ هرات
کتونکی. زيارمل