1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شنډنډ ولسوالي د کوکنارو د کښت څخه پاکه اعلان سوه

۱۳۹۰ اردیبهشت ۵, دوشنبه

د يادي ولسوالۍ ولسوال د بزگرو سره د کرنيزو موادو د مرستي هيله کوي. خو د ولايتي شورا مرستيال بيا د حکومت لخوا شنډنډ ته د نه پاملرني څخه سرټکوي.

https://p.dw.com/p/113h4
د کوکنارو ماتولو کمپاين
د کوکنارو ماتولو کمپاينانځور: AP

په داسي حال کي چي په افغانستان کي د ملګروملتونو اړونده څانګي په۲۰۱۱کال کي د هيواد په کچه د کوکنارو د کروندو د زياتوالي انديښنه ښوولې. د هرات په شنډنډ ولسوالۍ ولسي خلکو خپله سيمه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې.

د شنډنډ د ولسوال لعل محمد عمرزي په خبره په ولسوالۍ کي يې د کوکنارو د ماتيدو د کمپاين اساسي چاري د ولسي مشرانو په غاړه وې خو ورسره په څنګ کي ملي اوردو اونورو نظامي ادارو مرسته لرله.

ولسوال ويلي چي اوس بايد ژر ترژره د کرونده گرو سره د بديل کښت او نوري بشري مرستي وسي.

شنډنډ چي نوم يې هر وخت په مطبوعاتو کي د مخالفو وسله والو په شتنون سره ناامنه ياد سوی سيمه ييز مامورين يې وايي اوس د هرات تر هري بلي ولسوالۍ ارامه او خلک يي سوله ييز ژوند لري.

د شنډنډ ولسوال، سيمه ييز خلک او د ولايتي شوراغړي وايي: دغه يوه ګڼ ميشته سيمه ده، ځمکه يي هم د هرات د ټول ولايت د ولسواليو په کچه پراخه ده، خو برعکس حکومتي مرستي او د بيا رغوني امتيازات يې نه يوازي داچي د ولسواليو په تناسب نه محاسبه کيږي، بلکي کم ورکول کيږي. هغه څه چي دوی د هيواد د مدني قوانيو خلاف او بې عدالتي بولي.

شرفيار/ هرات

کتونکی: نجيب الله زيارمل