د شنو مځکو پروانې چيري دي؟
يوه نوې څېړنه ښيي چي په اورپا کي له ۱۹۹۰ کلونو راهيسي د چمنانو د پروانو شمېر ډېر لږ سوی دی. د دغي څېړني له مخي د رنگارنگو پروانو شمېر په سلو کي ۵۰ لږ سوی دی.
د اروپا د چاپيريال ساتني اداره وايي چي د شنو مځکو پروانې چي ځني وختونه په اوروپا کي لیدل کیږي په ځنګلونو کښي د شنو ځمکو د کمښت له کبله په سلو کي پنځوس لږ سوي دي.
شنې مځکي تل له وحشي ګلانو ډکي وي چي پکښې د اونجټپ اسماني رنګ او د لول ورت په نامه پروانې پیدا کیږي. دا پروانې خپل خوارک له مختلفو وحشي ګلانو څخه پیدا کوي. ځني پروانې کوښښ کوي چی پر مځکه باندي ارام وکړي او ځني نوري یی بیا د څان له پاره له پاڼو څخه څای جوړه وي او له ښکاریانو څخه څان ساتي.
د ګډ اسمانی په نوم پروانه چي یو ځل په اورپا، شمالی افریقا او اسیا کي لیدلې سوې وه سیند ته نږدې او یا هم د شنو غرونو په سرو کي ژوند کوي. له دې سره سره چي کولای شي له ژوند سره مقامت وکړي او ژوندي پاته شي خو بیا هم ډیر ژر ورکیږي.
د پیاوړي کرهڼي له پاره د فرټلیز او داسي نورو شیانو په کاروني سره په اورپا کي ډیري شنې مځکي خرابي کړي دي او د پروانو له پاره يې ژوند سخت کړی دی. د اورپا د کرهڼي پالیسي پر دې باندي ټینګار کوي چی باید د شنو مځکو ساتنه وسي خو بیا د کرهڼي لیکل سوی قوانین واضع نه دي او دا يې هم نه دي ویلي چي یوه بزګر ته د مځکو د ساتني په بدل کي څه ورکول کیږي.
ویل کیږي چي د پروانو په ورکېدو سره ځني مرغان چي خوراک يې دغه پتنگان يا پروانې دي زيان ویني که پروانې نه وي دوی په ډیري سختۍ سره خوراک پیدا کوي او ژوند يې له خطر سره مخامخ کيږي.
له دې سره سره چي د رنګارنګو پروانو د کورنۍ ډیرو ونسوای کولای چي پاتي سي خو بيا هم ځيني يې په دې توانیدلي دي چي پاته شي او ژوند وکړي. دوی مختلف رنګونه لري، څکه نو رنګارنګه پروانې ورته ویل کیږي. دا پروانې تر ځنگله دباندي ژوند کوي او په ازاده فضا کي اوبه چيښي.
په تيرو دوو لسيزو کي د ۱۷مختلفو پروانو پر خوراک او اوسیدو ځايونو باندي څیړنو دا څرگنده کړې ده چي پروانې د ګلانو د ساتو له پاره او د يو شمېر حشراتو د خوراک له پاره ډیري ههمي دي. څېړني ښيي چي که پروانې ونه ساتل سي نو دا به په دې معنی وي چي له پروانو سره موږ نور حشرات له لاسه ورکوو.
پروانې خپلي هگۍ په شنه څای کي چي له ګلانو څخه ډک وي او یا هم په یوه خوندي ځای کي ږدي. دوی خپلو هگيو ته بیا خوراک ورکوي. دغه هگۍ ساړه وخت ته اړتیا لري چي پراختيا وکړي.
ویل کيږي چي په اورپا کي دوه اړخي سوره پتنگان کولای سي چي تر ډیر وخته پوري ژوندي پاتي سي او نسل يې هم ډیر سي خو بیا دوی د کرهڼي له سختو پالیسيو سره اشنايي نه لري دغسي پتنګان یو څل په لندن کي د سختو پالیسیو له کبله ورک سول.
د کرهڼي پالیسي پر دې کار کوي چي څرنګه پروانې وساتل شي. هغوی کوښښ کوي چي طبعي شنې مځکي خرابي نه کړي او بزګرانو ته په دې خاطر پيسې ورکړل سي چي که هغوی خپلي مڅکي شنې پریږدي او هیڅ هم پکښې ونه کري.