1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د شمالي کوریا د رهبر ورور په مالیزیا کې ووژل شو»

۱۳۹۵ بهمن ۲۶, سه‌شنبه

د جنوي کوریا رسنیو د شمالي کوریا د رهبر د ميرېزي ورور د مرګ خبر ورکړی دی. په دې هکله ډیر لږ جزیات تراوسه پورې په لاس کې دي.

https://p.dw.com/p/2XY5z
Kim Jong Nam, Bruder von Nordkoreas Diktator Kim Jong Un
انځور: picture-alliance/dpa

جنوبي کوریا او د دې هیواد د یونهاپ په نامه خبري آژانس د سه شنبې په ورځ خبر ورکړ چې د شمالي کوریا د رهبر کیم جونګ اون ميرېزی مشر ورور کیم جونګ نام د دوشنبې په سهار په مالیزیا کې ترور شوی دی.

یادې رسنۍ د جنوبي کوریا د چارواکو چې د دې خبر سرچینه ده په حواله دغه خبر خپور کړی خو وايي چې په دې هکله نور جزیات نه دي ورکړل شوي. د دې پیښې په هکله چارواکو هم سمدلاسه له نظر ورکولو ډډه کړې او په مستقیمه توګه یې د کیم جونګ اون د ورور ترور تائید نه کړ.

د جنوبي کوریا د رسنیو په حواله، ۴۵ کلن کیم ته د مالیزیا د پلازمینې کولالمپور په هوايي ډګر کې د دوو ناپیژانده میرمنو له خوا زهر ورکړل شوي او له دې وروسته یادې میرمنې په یوه ټکسي کې تللي دي. د رویتر خبري آژانس هم خبر ورکوي چې امکان لري دغه میرمني د شمالي کوریا استخباراتي مامورانې وي.

د مالیزیا د پولیسو په حواله، یو ناروغ کوریايي کس د هوايي ډګر چارواکو ته سپارل شوی چې بیا په عاجله توګه روغتون ته لیږدول شوی دی. قرباني کس روغتون ته په لار خپل ژوند له لاسه ورکړی. پولیسو د وژل شوي کس پیژندګلوي تراوسه نه ده کړې.

کيم جونگ نام له ډيري مودې راهيسي له خپلي کورنۍ څخه ليري د چين په مکو سیمه کي اوسېده. ويل کيږي چې دی د خپل پلار کيم جونگ يو تر مړيني وروسته د هغه د ميراث حقدار گڼل کيدی خو په ۲۰۰۱م کال کې د جان په هوايي ډگر کي د يوه جعلي پاسپورت په تور تر نيولو وروسته ئې خپل دغه اعتبار له لاسه ورکړ.

ده غوښتل چې په شمالي کوريا کي اصلاحات رامنځ کړي او په جاپان کي ئې له يوې ورځپاڼي سره په خبرو کي ويلي ول چي نه غواړي د کورنۍ واک يې دغه شان دوام وکړي.