1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شمالي کوریایي باند د کنسرت ناڅاپي لغوه کیدل

نسیم صابر (آژانسونه)۱۳۹۴ آذر ۲۲, یکشنبه

د شمالي کوريا واکمن کيم جونک اون، له خوا جوړې شوې د نجونو موزيک ډلې په چين کې خپل کنسرټ لغو کړی او دغه هېواد يې پرې ايښی دی. د «ملګرتيا د نندارې» ناڅاپي لغو کېدو ډېر خلک حيران کړي دي.

https://p.dw.com/p/1HMeL
Nordkorea Konzert Moranbong Band
انځور: Imago/Xinhua

ټاکل شوې وه چې د «مورانبونګ» په نوم د نجونو موزيک ډلې د چين په پلازمېنه پکينګ کې درې کنسرټونه وړاندې وای. د کنسرټونو دغه لړۍ بايد د شنبې په شپه پيل شوې وای څو په نمونه يي شکل د دواړو هېوادونو تر منځ کلتوري اړيکي بېرته ټينګې شي. خو د کنسرټ تر نه اجرأ کېدو وروسته د نجونو د موزيک ډلې غړې سمدلاسه د پکينګ هوايي ډګر ته ولاړې او شمالي کوريا ته بېرته ستنې شوې.

په يو څو ساعتونو کې د کسنرټ له پاره جوړ شوی ستيج او سيټونه لېرې کړل شول بې له دې چې د ځانګړو مېلمنو له پاره د رابلل شوي کنسرټ د لغوه کېدو دلايل روښانه شي. سره له دې چې د شمالي کوريا د کړو وړو اټکل او وړاندوينه څه آسانه خبره نه ده، خو د کنسرټونو يو دم ردېدل کېدای شي چې د پکينګ او پيون يانګ تر منځ اړيکې زيانمنې کړي. دغه اړيکي هسې هم، په ۲۰۱۱ کال کې واک ته د کیم تر رسیدو وروسته، یو څه سړې شوې وې.

جنوبي کوريا رسنيو په دې باندې هم بحثونه رانغښتل چې د آوازو له مخې د شمالي کوريا واده شوي واکمن د موزيک ډلې له يوې برخه والې غړې سره اړيکې لرلې.
جنوبي کوريا رسنيو په دې باندې هم بحثونه رانغښتل چې د آوازو له مخې د شمالي کوريا واده شوي واکمن د موزيک ډلې له يوې برخه والې غړې سره اړيکې لرلېانځور: dapd

د کنسرټ تر نه اجرأ کېدو وروسته ګنګوسې

د مورانبونګ ډلې برخه والې نجونې خپله د کيم جونګ اون له خوا په ۲۰۱۲ کال کې غوره شوې وې. دغه ډله تل په عمومي جشنونو کې راڅرکنديږي او د سياسي ګوښه توب خوښوونکي کمونيستي هېواد شمالي کوريا په هکله ملي سندرې او ترانې اجرأ کوي. اوس د رسمي څرګندونو او دلايلو د نه روښانولو له کبله په ټولنيزو رسنيو کې ډیرې بیلابیلې آوازې خپرې شوې دي. ځينې چينايي انترنېټ کاروونکو ويلي دي چې کېدای شي د کنسرټ ناڅاپي لغوه کېدل ښايي د پيونګ يانګ له هغه اعلان سره تړاو ولري چې د اوونۍ په ترڅ کې يې د هايدروجني بم د جوړولو په برخه کې کړی وو.

د جنوبي کوريا رسنيو په دې باندې هم بحثونه رانغښتل چې د آوازو له مخې د شمالي کوريا واده شوي واکمن د موزيک ډلې له يوې برخه والې غړې سره اړيکې لرلې چې دې خبرې هم د چين ټولنيزو رسنيو ته لاره موندلې ده.

يانګ موجين، چې د جنوبي کوريا په پلازمېنه سول کې د شمالي کوريا د څېړنو کارپوه دی، وايي: «يوازې لږ داسې شيان شته چې شمالي کوريا يې هومره جدي ګڼي لکه د خپلو لوړو مشرانو پر کرامت باندې حمله، ځکه يې ښايي پرېکړه کړې وي چې د موسيقۍ د ډلې غړې بايد بېرته کور ته راولي څو د دغسې رپوټونو مخه ونيسي.»

شمالي کوريا د کيم کورنۍ د واکمنانو په اړه د اشخاصو د لمانځنې يو سيستم جوړ کړی دی. دغه کورنۍ د درې نسلونو راهيسې واکمنه ده. د شمالي کوريا پر واکمن باندې نيوکه يا هر ډول ملنډې د هېواد پر خپلواکمنۍ باندې بريد بلل کيږي.