1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شمالي کوريا د مشر د عمه مېړه اعدام سوی دی

مسعود جهش/ دويچه ويله۱۳۹۲ آذر ۲۲, جمعه

د شمالي کوریا د مشر کیم یونګ اون، د عمه مېړه جونګ سونګ تیاک، اعدام شوی دی. څو ورځي مخکې شمالي کوریا اعلان کړی وو چې دغه پخوانی دولتي چارواکی د «جنایي جرمونو» له کبله له دندې ګوښه شوی دی.

https://p.dw.com/p/1AYfh
انځور: Reuters

د شمالي کوریا مرکزي خبري آژانس (KCNA) د جمعې په ورځ وویل چې د دغه هیواد د رهبر کیم یونګ اون، د عمه مېړه جونګ سونګ تیاک، د پنجشنبې په ورځ تر یوې خاصي پوځي محکمې وروسته اعدام شوی دی. هغه په یوه وخت کې تر کیم یونګ اون، وروسته د شمالي کوریا تر ټولو دوهم قدرتمنده سړی بلل کیدی.

د شمالي کوریا رسنیو جونگ ته «تر یوه سپي د بدتر وگړي» خطاب کړی دی او ویلي یې دي چې هغه غوښتل واک ته د کیم یونگ اون د رسیدو مخه ونیسي.

شمالي کوریا د دوشنبې په ورځ دا خبره تاييد کړې وه چې جونگ له دندې گوښه شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د جنوبي کوریا استخباراتي ادارو ویلي ول چې د شمالي کوریا دغه پخواني لوړپوړی چارواکی د نومبر میاشتې په اخرو کي له دندې گوښه شوی وو.

د شمالي کوریا دولتي رسنې ویلي دي: «جونگ او د هغه ملاتړو په جنایتونو لاس پوري کړی دی چې ذهنونه خراب کړي او زموږ انقلاب او گوند ته یې ډیر زیان رسولی دی.» پر جونگ باندي د اداري فساد، عیاشۍ، له مخدره مواد څخه د گټه اخیستلو او د یوه فاسد تورونه لگول شوي ول.

جونگ د شمالي کوریا د ستر مشر کیم ایل سونگ له لور سره واده کړی وو. ویل کیږي چې هغه په ۲۰۱۱ کال کې له کیم یونگ اون سره د واک د ترلاسه کولو په بهیر کې مرسته کړې وه.