1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شمالي کوريا د توغندی په اړه نړيوال غبرگونونه

۱۳۹۴ بهمن ۱۹, دوشنبه

د ملگرو ملتونو امنیت شورا د شمالي کوریا د توغندی وروستۍ ازموینه سخته غندلې ده. د امنیت شورا له خوا په یوه بیانیه کې ویل شوي دي چې د ملگرو ملتونو له پریکړي څخه تکراري سرغړونه به د پام وړ بندیزونه ولري.

https://p.dw.com/p/1HrLi
انځور: Reuters/Yonhap

ملگري ملتونه د شمالي کوریا له خوا د توغندی نوي ازمویني ته د دغه سازمان د پریکړه لیک نقضولو په سترگه گوري. دغه پریکړه لیک شمالي کوریا د بالستیک یا قاره یي توغندي او اتومي ازموینو څخه منع کوي. د امنیت شورا اوسني مشر ویلي دي چې د توغندي اوسنۍ ازموینه د ملگرو ملتونو له پریکړه لیک څخه جدي سرغړونه ده. د هغه په خبره شمالي کوریا د نړیوالي سولي پر وړاندي یو جدي خطر رامنځ ته کړی دی.

د ملگرو ملتونو دغي شورا د شمالي کوریا پر وړاندي «ژر» د یوه نوي پریکړه لیک د تصویبدو خبره کړې ده، څو د دغه هیواد پر ضد موجود بندیزونه لا پسې سخت شي. امنیت شورا په یوه خوله د شمالي کوریا له خوا د لیري واټن ویشتونکي توغندی ازموینه غندلې ده. په نیویارک کې له خپاره شوي دغه پریکړه لیک څخه د چین ولسي جمهوریت هم ملاتړ کوي.

په یوه خوله غندنه

تر دې دمخه د شمالي کوریا له خوا د توغندي تر سره شوې ازموینه په نړیواله کچه غندل شوې وه. ویل شوي ول چې نړیواله ټولنه د شمالي کوریا له خوا د یوې اتومې ازمویني تر تر سره کیدو یوه میاشت وروسته یووار بیا لمسول کیږي. ډېرو هیوادونو له امنیت شورا څخه د «جدي پایلو» غوښتنه کړې ده.

د لير واټن دغه توغندي چې اتومي سرگلولي هم انتقالولی وشي د جوړولو د هڅې په سترگه کتل کیږي. دغه توغندی نه یوازي د سیمې هیوادونه، بلکي په خپله د امریکا متحدو ایالاتو یوه برخه له گواښ سره مخامخ کولای شي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر د توغندي ازموینه «د یوه غیرمسوولانه لسمون په توگه یاده کړې چې د ملگرو ملتونو الزامي پریکړو لیکونه له پامه غورځوي» او سیمه ییز امنیت په داو لگوي. د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو مسوولي فیدریکا موگیرني د «نړیوالې سولې او د سیمي د ثبات» له گواښ سره د مخامخ کیدو خبره کړې ده.

د ناټو د عمومي منشي ینس ستولتنبیرگ د وینا له مخې د شمالي کوریا مشرتابه د توغندي په دغې ازموینې سره د دغې هیواد د اتومي او توغندي پروگرام پر وړاندې د ملگرو ملتونو له پنځه پریکړه لیکونو څخه سرغړونه کړې ده.

په عین وخت کې د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د «پام وړ اقداماتو» باندې د کار کولو اعلان کړی دی، څو له شمالي کوریا څخه د ملگرو ملتونو پریکړه لیکونو څخه د سرغړونې په هکله پوښتنه وشي.

د جنوبي کوریا ولسمشرې پارک گون های، د نه بخښلو وړ لمسون څخه خبره کړې ده. همداشان په پیکینگ کې د بهرنیو چارو وزارت هم د توغندي ازموینه د تأسف وړ گام په توگه یاد کړی دی.

آیا نورې اتومي ازموینې هم پلان شوي؟

په جنوبي کوریا کې داسي گنگوسې دي چې شمالي کوریا د نورو اتومي بمونو ازمویل پلان کړي دي. د جنوبي کوریا استخبارات وایي چې په دې هکله ځیني شواهد شته. د کیم جونگ اون په مشرتوب شمالي کوریا رژیم یوه میاشت وړاندي هغه وخت د نړیوالو غوسه راوپاروله چې د یوه هایدروجن بم د ازمویني اعلان یې وکړ.

په عین حال کې جنوبي کوریا اعلان کړی دی چې د شمالي کوریا له خوا د گواښ په پام کې نیولو سره اوس غواړي چې له امریکا متحدو ایالاتو سره د امریکایي دافع هوا سیستم «تاد» د نصبولو په هکله خبري پیل کړي.