د شمالي آيرلنډ په مظاهرو کې پوليس ژوبل شوي دي
۱۳۹۱ دی ۲۴, یکشنبهاعلان
په شمالي آيرلنډ کې د سړک په سر په نورو آخ و ډبونو کې د شنبې په ورځ لږ تر لږه ۲۹ تنه پوليس ټپيان شوي دي. د پوليسو دغو ځواکونو د بریتانيا پلوو لوياليستانو او آيرلنډ پلوو ملتپالو تر منځ موقعيت غوره کړی و، په داسې حال کې چې مظاهره چيان د ښار د آيرلنډ پلوو کاتوليکانو په يوې ناحيې باندې تېرېدل.
د برېتانيا پلوو مظاهره چيانو احتجاجونه د ښاري شورا د يوې پرېکړې پر ضد کيږي چې له مخې دې يې په کال کې د برتانيې بيرغ يوازې ۱۸ ورځې پر ښاروالۍ باندې هسک شي. د آيرلنډ په شمال کې مېشت کاتوليکان غواړي چې د شمالي آيرلنډ ټاپو د آيرلنډ له جمهوريت سره يو ځای کړي، په داسې حال کې چې احتجاج کوونکي له لويې برېتانيې څخه بېلتون نه غواړي.