1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شل اوريزو لوبو دوهم پړاو پيل سو

۱۳۹۱ مهر ۵, چهارشنبه

په سریلانکا کې د کرکیت د شل اوریزو سیاليو دوهم پړاو. دغه سیالۍ چي دوولسو لوبډلو پیل کړې وې، اوس یوازې اته پیاوړې لوبډلې پکښې پاته دي. په دې پړاو کې به لوبډلې نیمه پای لوبو ته د لار موندلو له پاره سره سیالۍ وکړي.

https://p.dw.com/p/16EcW
انځور: Reuters

د سریلانکا د شل اوریزو سیالیو د لومړي پړاو په ترڅ کې د بنگلدیش، زیمبابوې، افغانستان او ایرلند لوبډلي له سیالیو څخه ووتلې. اوس به نو پاته اته لوبډلې نیمه پای لوبي ته د لار موندلو په موخه یو له بل سره لوبي وکړي.

دغه لوبډلي به پر دوو گروپونو باندي وویشل شي، چې له هر گروپ څخه به یوازي دوې لوبډلي نیمه پای لوبو ته لار ومومي.

د لوبو دغه پړاو د «Super Eight یا غښتلي اته» په نوم یادیږي. دغه پړاو ته د رسیدو لار د ځینو لوبډلو له پاره ډیره ساده وه خو ځینو نورو بيا دغه لار په سختۍ سره ووهله.

استرالیا، جنوبي افریقا، هندوستان او پاکستان ټول په یوه گروپ کې دي. له دغو لوبډلو څخه به یوازي دوې لوبډلي نیمه پای لوبي ته لار پیدا کړي.

Cricket Twenty20 World Cup 2012 Pakistan Neuseeland
انځور: Reuters

د غښتلو اتو لوبډلو په دوهم گروپ کې د انگلستان، نوی زیلاند، سریلانکا او ویست اندیز لوبډلي راغلي دي.

انگلستان تر دې دمخه پر هندوستان باندي په ۹۰ منډو لوبه وبایلله. انگلستان په دې لوبه کې یوازي۸۰ منډي جوړي کړې او ټول لوبغاړي ئې وسوځېدل.

افغانستان بیا له انگلستان څخه دې ته ورته ماته خوړلې وه. په ۲۰۱۰ کال کې نړیوالي شل اوریزي لوبي انگلستان وگټلې. د هندوستان لوبډلي کپتان مهندا سنگ دوني، ویلي دي: «یوه لوبډله باید په ټول تورنمنت کې ښه لوبه وکړي چې د تورنمنت گټونکې شي.»

اوس نو د کرکیټ ټول مینه وال د راتلونکو لوبو په تمه دي. په سریلانکا کې د هوا خرابۍ ته په کتو سره کیدای شي چې د ډیرو لوبو پایلي، د لوبو تر ختمېدو دمخه اعلان شي.

مسعود جهش (د فرانسې خبري آژانس)
کتونکی: نجیب الله زیارمل