1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شرقي برخي جوړول

۱۳۸۹ مهر ۱۰, شنبه

کله چي د غربي برخي ټورسټان د شرقي برخي په ښارو کښي ګرزي راګرزي ، نو دوی ددې څخه تعجب کوي ، چ ددوی کورونه څونه ښه بيرته ترميم سوي او جوړ سوي دي . سړکان يې څنګه ښه ډامبر سوي او عصري زيربنا لري.

https://p.dw.com/p/PSys
انځور: dpa

د آلمان تر بيرته يووالي ۲۰ کاله وروسته سړی ويني ، چي عملآ څونه شيانو تغير کړی دی . که څه هم د شرقي برخي جوړول ډير وخت وغوښتی ،او دا پخپله لوتار ديميزې هم مني ، چه د ۱۹۹۰ کال په مارچ کښي د دموکراتيک آلمان لمړنی انتخاب سوی صدراعظم ؤ.

«موږ هغه وخت ټولو ګمان کاوه ، چي د هغه جوړول امکان لري ژر تر سره سي ، خو څوک چي نن ورځ غوړيدونکې شرقي برخه نه ويني ، يا ړوند دی او يا ډير ساده. »

«که زه نن د ګورليڅ د ښار څخه تيريږم ، د کويډلينګبورګ او نورو ډيرو ځايو څخه ، نو د سړي زړه پر تپيدو راځي ، چه ددغو ښارو څخه تيريږي . »

داچه پر بيرته يووالي باندي څونه مصرف راغلی دی ، کيدای سي يوازي يې اټکل وسي . خو د جرمني د هاله په ښار کښي د اقتصادي تحقيقاتو انستيتوت وايي چه د ۱۹۹۱ څخه تر ۲۰۰۹ ميلادي کال پوري پر هغه باندي ۱،۳ بليونه ايرو لکيدلي دي .

د شرقي برخي د جوړولو دپاره د پيسو لويه برخه د شرقي ايالتو لخوا پخپله کورنيو ته تللې ده ، او يوازي ترانسپورټي پروژې لکه ، سړکان ، لويي لاري او يا د اوبو لاري پخپله د مرکزي دولت لخوا جوړي سوي دي .

د بيکارۍ د له منځه وړلو مصارف

خو په آخره کښي د شرقي ايالتو جوړول ، لکه دډيري خرابي زيربنا او يا توليدي شرکتو مالي ملاتړ دونه ډير نه ؤ ،لکه په مجموع کښي د دموکراتيک آلمان ټول خراب سوی اقتصاد.

د هغه نړيدل دونه بيکاري رامنځته کړه ، چي ددغو ۱،۳ بليونو ايرو څخه دوه پر دريمه برخه يوازي د اجتماعي خدمتو په لار کښي په مصرف ورسيدې . تر اوسه پوري لا هم د غرب په نسبت هلته بيکاري ډيره ده .

کله چي د ۱۹۹۰ ميلادي کال د جولای پر اوله اقتصادي، پولي او اجتماعي اتحاد رامنځته کيدی ، او په شرقي برخه کښي يې غربي مارک پياده کوی ، نو طبعأ دا ډول انکشاف نه ؤ پلان سوی.

ددغه اتحاد او غربي مارک څخه ددموکراتيک آلمان اتباعو ډير تود هرکلی وکی ، خو هغه د شرقي برخي د اقتصاد دپاره ډير خراب عواقب درلودل .

د شرقيانو تقاعدي او پس انداز آلمان شرقي مارکونه تر ۶۰۰۰ پوري په يوه غربي مارک تبديلي سوې . خو اوس نو بايددوی ته د شرکتو لخوا معاشونه هم په غربي مارک سره ورکول سوي وای .

او پدې ډول د شرقي برخي شرکتوپه يوه ورځ د غربي باتجربه شرکتو سره په مسابقه کښي ولويدل ، چي طبعاً شرقي شرکتوبايلول ، او يوپه بل پسې ډيوالي کيدل.

حتی پخپله شرقيانو نور نه غوښتل چي د خپلي برخي توليدات په غربي مارک رانيسي . دوی يوازي غربي توليدات او محصولات رانيول .

پولي اتحاد بي الترناتيفه ؤ

تر دې وروسته په متحد جرمني کښي اقتصادي قدرت غير متناسب پاته سو . غربي شرکتو که څه هم خپل محصولات په شرق کښي خرڅول ، خو هغه يې بيا په غربي برخه کښي توليدول .

وروسته په کراره کراره سره په شرقي ايالتو کښي هم صنعتي کارځايونه راپيدا او صنعت په غوړيدو سو .

آيا د شرقي برخي جوړول يوه خرابه معامله وه ؟

د جرمني پخوانی د ماليې زير تيو وايګل ددغي پوښتني په جواب کي وايي ، چي شايد پر هغه مو ډيري پيسې لګيدلي وي ، خو په عوض يې اوس ۱۸ مليونه انسانان په يوه آزاده او ديموکراتيکه ټولنه کښي ژوند کوي .

وايګل وايي چي د شرقي برخي جوړول په جرمني کښي د همکارۍ او ګډ کار تر ټولو يو لوی عمل دی ، چي تر اوسه پوري تر سره سوی دی ، داسي يو عمل چي نوربه هم دوام لري .

زابينا کينکرت/ قاسم نوري

کتونکی: نجيب الله زيارمل