د شانګهای سازمان دګډ کار په کنفرانس کي د احمدي نژاد او ميدويديف کتنه
۱۳۸۸ خرداد ۲۷, چهارشنبهد دواړو مشرانو لپاره خاصه غونډه په نظر کښي نده نيول سوې.
سربيره پر هغه محمود احمدي نژاد په مسکو کښي يو دروند ميلمه دی. د روسېې د خارجه وزارت معين ريابکوف روسېې ته د ايران د جمهور رييس څخه هرکلی وکۍ، او د ده لپاره دا د تهران او مسکو د عنعنوي ښو مناسباتو يوه نخښه ده.
ده په ايران کښي د وروستيو سختو نااراميو څخه چه د 30 کلو راهيسي يې ساری ندی ليدل سوی ،هيڅ يادونه ونه کړل . د لويديزو هيوادو برعکس کريملين د ايران پر وروستيو لانجمنو انتخاباتو باندي هيڅ تبصره نه کوي.
او د دې څخه چه روسېه په رسمي ډول د ايران په انتخاباتو کي د لاسوهني تور ولګوي ، محمود احمدي نژاد هيڅ تشويش نلري. او دا نو په دې معنی چه دا د ايران داخلي مسايل دي.
سربيره پر ټولو مشکلاتو د روسېې او ايران مناسبات ډير سره نژدې دي. دا شايد په دې کښي هم وي چه مسکو هميشه د اټومي پروګرام په موضوع کښي د ايران پر ضد د بنديزونو مخالفت کړيی دی . کريملين په دغه شخړه کښي د يوه ديپلوماتيک حل غوښتونکی دی ،او په بوشهر کښي يې د ايران دغوښتوني سره سم د ملکي اټومي بټۍ د جوړولو کارونه پر غاړه اخيستي دي. خو ددوی تر منځ ځيني اختلافات هم سته. مثلأ مسکو تهران ته د روسېې د دفاعي سيسټم راکټان ونه ليږل.
د شانګهاي د ګډ کار د سازمان کنفرانس به اوس د محمود احمدي نژاد په ورتګ سره تر خپل عادي حالت ډير د توجه وړ وګرزي.
دغه سازمان چه اته کاله مخکښي د روسېې او چين لخوا تأسيس سو،د ايرو آسيا په سيمه کښي ددواړو لويو قدرتو اغيزه ټينګوي ،او پدې ډول د لويديز اتحاد په مقابل کي يو بل قدرت دی.
په دغه سازمان کښي قزاقستان ،قرغستان ،تاجکستان او ازبکستان شامل دي، خوپاکستان ،هندوستان ،مغولستان او ايران په هغه کښي د ناظرينو موقف لري.
د شانګهاي د سازمان په اوسني کنفرانس کښي به پر امنيتي مسايلواو بين امللي اقتصادي بحران باندي خبري وسي. د روسېې جمهوررييس ميدويديف د کنفرانس د غړو تر منځ د نظر د يووالي څخه خبري وکړې او ويې ويل چه:
« د اوسني بين المللي اقتصادي بحران څخه زموږ اټکلونه تر ډيره حده مشابه او يا کاملأ يو شی دی. ځکه نو د هغه په مقابل کي د مبارزې د لاري چاري جواب هم مشابه دی.»
د روسېې جمهوررييس ميدويديف په بين امللي سطح د امريکا يي ډالر چلش هم تر سوال لاندي راوستۍ، او
«ديوي داسي پيسې غوښتنه يې وکړل،چه په يوه هيواد پوري نه وي مربوطي ، بين امللي شکل ولري ، او دريزرف په حيث ځيني کار واخيستل سي.»