د شانګهای سازمان، افغانستان ته د څارونکي غړي حیثیت ورکړ
۱۳۹۱ خرداد ۱۸, پنجشنبهاعلان
د شانګهای د همکارۍ سازمان، افغانستان ته د ناظر هيواد حيثيت ورکړی دئ. د چين دولتي مشر هو جين تاو، د پنجشنبې په ورځ په پيکينګ کښي د دې خبرې اعلان وکړ. د دې سازمان مخکښو غړو هيوادونو روسيه، چين، قرغزستان، تاجکستان، قزاقستان او ازبکستان همدارنګه ترکيې ته په دې سازمان کښي د خبرو اترو د شریک حیثیت وکړ.