1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شاعری او لیکوالی پروين ملال سره مرکه

Harakat, Sheijahn۱۳۸۷ اردیبهشت ۳, سه‌شنبه

دويچه ويله: تاسي چي د پښتو ژبي نامتو شاعره او ليکواله ياستي او اوس مو سياست ته مخه کړی، نو دي ډول کارونو ستاسي په شعراغيزه نه ده کړی؟

https://p.dw.com/p/Dm8j
انځور: DW

پروين ملال: که څه هم زما کار فرهنګی دی،هغسي خو زه ديپلوماتیک دی، ياني زه د افغانستان په قنسل ګرﺉ کي د فرهنګي چارو آتشه يم. او له پنځه مياشتو را په دي خوا می په کار پيل کړی، زه په فرهنګی غونډواوسمينارونو کی ګډون کوم. لکه د ایران په خانه فرهنګ کی می په سمينار کی چي (زبان وادبيات فارسي درسند تر سرليک لاندی جوړه شوی وه،ما په کي مقاله ولوستله او يوه افتخاري دکتورا ي راکړه.

د غني خان د دولسم تلین په هکله په يو محفل کي،چٍي د باچا خان سنتر له خوا جوړ شوی ؤ په هغه کی هم ما په غنی خان د هغه په شعر کی د معرفت او عرفان په برخه کی،خپله مًقاله ولوستله. نو په داسي ورته غونډو کي برخه اخلم او په دي ډول نور فرهنګی فعالعيتونه لرم.


دويچه ویله:ستاسي په شعرونو کي هم د افغانو ښځو د ژوند ريښتني حالات انځوريږي،نو که مهرباني وکړﺉ او ورته يو ټوټه شعر راته ووايي.


پروين ملال: هوکي بلی زه په دی هکله مدام شعر لیکم،لکه د کونډی ښځي د زوند حالت او يا د لوګري پيغلي د ژوند په هکله چي ډيرو خلکو خوښ کړی او په انترنت کی هم ورباندی لیکنه کړی وه.دا ډول شعرونه ټول رياليستي بڼه لری. لکه په کندهار کی دود دی،کله چي کومی پيغلی ته د دی په کورنﺉ کی د دي وړ کس پيدا نه شي نو د دی له پاره چی ميراٍٍس يي پردي نه شي نو په کور يي زړوي، چي دي ډول په کور پاتي پيغلو ته ستﺉ واي. لکه په دي شعر کی:


موسم د ميني او رنګونو راغی

د ژوند سندري پيل شوي

نګهت نکاح د ګلو ولوستله

ستوري يو بل ته د رڼا په ليمو لار جوړوي

د اوږد ژمی د تلتک وريځه يی څیري کړله

د کلی ټولي رمی لنګی شولي

سپينو شيدويي د کوچۍ د نغري څوکی ښکل کړي

زموږد کور د برنډی په چت کی

چوغکو کور جوړ کړی

شور د چوچيانو يی د ژوند ترانه ويښه کړله

د ځوانکي وراره وړوکي زوی می

اوس په مسجد کی د الف د قد څراغ لولي

په همدی ډول مخ په وړاندي.او په پاي کی


زه د دالان په تیاره کنج کی ناسته

زما نجليتوب زما پیغلتوب

د دی دالان په درشل

نه می سينګار نه آينه

نه د پاولو کشهار

نه د بنګړو شرنګهار

زما د وروځو په مهراب کی

زما د خال ملا امام

سجده کړی نه ده

زما د باړخو په ګلابي پاڼه

يو چا د عشق کيسه ليکلی نه ده

زما د ويښتانو تور شمير

له سپينو ستورو ډک دی

په همدي ډول مخ په وړاندي

او په پاي کي

زه د باباپه کاله سپین اوربل خپور وړمه

زه يم ستﺉ ستﺉ

د ژوند په باب يوه سپينه پاڼه.


د ښځو ونډه په امنيتي څارنو کي

په المان کی پوليس او امنیتي څارونکی د ډاډمن حالت په راوستلو کي دندی تر سره کوی او څارنی کوي،چي د دي له پاره شخصي څارنی هم د شرکتونو له خوانه په سيالﺉ سره تر سره کیږی او په داسی کارونو کی ښځي ښه چانس لری.

د دی هيواد د کار له پاره د مسؤلينو د معلوماتو له مخی يو زرو يو اويا زره کسان له ګمارل شوو نه پنځمه برخه يي ښځي دی.

په دي کي دري زره او دوه سوه شرکتونه سيالﺉ سره کوي.

ورځ په ورځ د دي کار په ښه وجه تر سره کولو کي هڅی کيږی. په تير مهال کي دی کار له وګړو سره يو ښه تصوير نه درلود او تر نويمو کلونو پوری په دی لاره کي خاصي زده کړی نه ترسره کيدی،خو نن ورځ بايد سړی د صنعت او تجارت د اطاقونو بري ليک له ځان سره ولري.

او د دوه زره دريم م کال راهيسي د دي کار له پاره بايد تخصصصي زده کړي د امنيتی څارونکو په توګه ورسره وي.


د دي کار مرکز د المان د کلن په ښآر کي دی،چی د دي کار له پاره پوهاوی ورکول کیږی.

ښوونکی ته ديرش کسه ناست دي،چي پنځه تنه يي ښځی دی. په دوی کي يي يو هم پليس يا پوځي نه دی.د دي تخصصي زده کړو مسؤل ګويدو شيفلر واي:»په ساتنه او دفاعی مْوضوع ګانو کی په ښوونه کی او په اشخاصو کی او يا په ژغورنه او ساتنه کی ښځی ارامونکي رول لري او د شخړو په رامنځ ته کیدلو د ښځو شته والي ژر ستونځه اواروی او شخړه له منځه وړي.

نو په دي ډول ښاي،چی د نارينه او ښځو په دی لار کي د يو ځاي کولو لاری برابري شی.ځکه د ښځو اغيز په چاپيريال کي د نارينه وو په پرتله ډير اغيزمن دی.