د سیمې هیوادونه د افغانستان د امنیت په اړه اندیښنه لرې
۱۳۹۱ مهر ۱۲, چهارشنبهاعلان
د ازبکستان او ترکمنستان ولسمشرانو ویلي دي چې د سیمه ییزو امنیتي ستونزو پر وړاندې به خپلې هڅې همغږې کړي.
دغه دواړه مشران په داسې حال کې پر سیمه ییزو امنیتي ستونزو خبرې کوي چې د پلان له مخې به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ټول بهرني جنګي سر تیري ووځي.
د ازبکستان ولسمشر اسلام کریموف، ترکمنستان ته د خپل سفر پر مهال وويل چې سیمه باید د طالبانو او نورو افراطي ډلو د فعالیتونو ډیریدو ته ملا وتړي.
د منځیني اسیا هیوادونو وخت نا وخت له افغانستان څخه د امنیتي ستونزو په اړه خپلې اندیښنې څرګنده کړي دي.