د سیمین بارکزۍ د نه خوړولو اعتصاب اوومې ورځې ته ورسید
۱۳۹۰ مهر ۱۶, شنبهداغوښتنه کوي چې د دې په ګډون له جرګې څخه د ویستل شوو وکیلانو دوسیې دې په نړېوالو محکمو کې وڅېړل شي. هغه وایې: «حق مې تر پښو لاندې شوی یا به مرم او یا به هم خپل حق بیرته ترلاسه کوم .»
نن یو شمېر میرمنې د ملي شورا ودانۍ ته څېرمه هغې خیمې ته ورغلې وې چې د نوموړې د نه خوړولو اعتصاب پکې دوام لري.
د سیمین بارکزۍ روغتیا چې ماشوم یې هم په ګیډه دی د اوه ورځني اعتصاب له امله د اندیښنې وړ ښودل شوې ده. د مدني ټولنو ځینو غړو له اغلې بارکزۍ څخه وغوښتل چې ډاکټر دې ته سیروم ورکړي خو هغې ونه منله.
د اغلې بارکزۍ کورنۍ د هغې له روغتیايي حالت څخه اندیښمنه ده او وايي چې د نه خوړولو له امله یې پښتورګي له کاره غورځېدلي دي. د سیمین بارکزۍ خاوند محمد بارکزي وایې: «تراوسه دولتي چارواکو هغې ته د قناعت وړ ځواب نه دی ورکړی.»
د رپوټونو له مخې سیمین بارکزۍ یو ځل له ولسمشر حامد کرزي سره هم کتلي دي خو قناعت یې نه دی حاصل شوی. ښاغلي بارکزي وویل چې ولسمشر کرزي د ټاکنو له کمېسیون او سترې محکمې څخه غوښتي وو چې تر شنبې «د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر د میاشتی ۸ نیته» ورځې دې د میرمن بارکزۍ په اړه پریکړه وکړي ولې تراوسه د دوی د پریکړې په اړه خبر په لاس کې نه شته.
محمد بارکزی زیاتوي: «څو ځله مې هڅه وکړه چې میرمنه مې ډاکټر معاینه کړې خو تراوسه په دې کار نه یم توانیدلی .»
د عامې روغتیا وزارت معینه نادره حیات هم د سیمین بارکزۍ له روغتیايي وضعیت څخه سخته اندیښمنه ده او وایې چې له ۲۴ ساعتو راهېسې د اغلې بارکزۍ روغتیايي وضعیت خطرناک شوی دی .
دې له حکومت څخه وغوښتل چې زرتر زره دې د دې میرمنې په اړه پریکړه وکړي. په ولسي جرګه کې له قانون څخه د ملاتړ په نوم ډلې چې نن یې له شاوخوا ۲ میاشتني ځنډ وروسته په عمومي غونډه کې ګډون وکړ د سیمین بارکزۍ اعتصاب په حق وباله.
دا لومړۍ ځل دی چې یوه افغانه میرمن د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په موخه د خپل ژوند په بیه مقاومت ته دوام ورکوي.
آیا افغان حکومت به د دې میرمنې قناعت حاصل کړي؟ او یا دا چې د دې میرمنې روغتیايي وضعیت به بالاخره کوم خوا ته ولاړ شي؟ هغه پوښتنې دي چې تر اوسه نه دي ځواب شوي.
دویچه ویله/ اسماعیل شاکر
کتونکی: مسعود جهش