د سیمي او نړۍ مهم خبرونه په انځور کي
د بریتانيا لومړي وزیر په بیروت کې د مهاجرو کمپ ته سفر کړی
د بریتانيا لومړی وزیر دیود کامرون بیروت ته رسیدلی، څو هلته د مهاجرو یو کمپ وویني. بریتانیا په دې وروستیو کې د کورني او نړیوال فشار په نتیجه کې اعلان وکړ چې په راتلونکو پنځوو کالونو کې به د سوریې د سرحد په اوږدو کې له پرتو مهاجر څخه ۲۰ زره ومني. لبنان دمگړۍ له سوریې څخه د ورغلو تر ټولو زیاتو کډوالو ته پنا ورکړې. په لندن کې حکومت د مهاجرو د انتقال په موخه یو نوی وزیر گومارلی دی.
د غزني پر زندان برید په لسونو بنديان آزاد کړي
طالب جنگیالو د غزني پر یوه زندان ډله ییز برید کړې او په سونو بندیان یې آزاد کړي دي. د غزني د والي په حواله شپږو برید کونکو لومړی د زندان مخې ته یو موټر بم چولی او له هغه وروسته زندان ته ننوتل او زيات ساتونکي یې ووژل. د دغه برید په پایله کې تر۳۵۰ زیات زندانیان تښتیدلي دي. د کورنیو چارو وزارت حتې د تښتیدونکو شمیر ۴۰۰ ښوولی. خو د غزني د والي وياند بيا وايي چي ۱۵۲ بنديان تښتېدلي دي.
آلمان ته په۲۰۱۵م کال کي د ۱ميلیون مهاجر د راتگ اټکل
د آلمان مرستیال لومړی وزیر زیگمار گابریل په روان کال کې آلمان ته د تر یو ميلیون مهاجرو د راتگ اټکل کوي. گابریل د خپل گوند(سوسیال دیموکرات) غړیو ته په یوه خط کې لیکلي چې په ۲۰۱۵م کال کې آلمان ته د راتلونکي مهاجرو شمیر تر اټکل شویو ۸۰۰ زرو ښايي زیات شي. په دې منځ کې د مهاجرو مخ پر ډيریدونکي شمیر ته په کتو سره گابریل په آلمان کې د سرحدونو کنترول د بیرته رامنځ ته کولو دفاع وکړه.
اروپايي ټولني د مهاجرو د ویش په اړه سلا کوي
د اروپايي ټولنې د ۲۸غړو هیوادونو د کورنیو چارو وزیران نن، دوشنبه په بروکسل کې په یوه ځانگړې غونډه کې د مهاجرو د ویش په اړه سلامشورې کوي. تیره اوونۍ اروپايي کمېسیون په دې اړه پلان وړاندي کړې وو چې د یونان، اېتاليا او هنگري څخه به ۱۲۰ زره مهاجر د یوې لازمي سهمېې پر اساس د اروپایي ټولنې پر غړیو هیوادونو ووېشي. د دغه پلان پر ضد په تیره بیا د پولند، چیک جمهوریت او سلواکیا د حکومتونو له خوا مقاومت وشو.
په مصر کي پوليسو سيلانيان وژلي دي
د مصر امنیتي ځواکونو د ترهگرو د تعقیب په ترڅ کې په خطايي کې د مکسیکو څخه سیالیانو پر یوه ډله برید کړې او ۱۲ انسانان یې وژلي دي. په قاهره کې د کورنیو چارو وزارت له خوا ویل شوي چې۱۰ تنه ټپيان شوي هم دي. د مصر په لویدیځ کې په پرته صحرا کې د مکسیکایانو ترمنځ د دوی ځاي لارښونکي هم وژل شوي دي. دا چې په وژل شویو کې څو تنه مکسیکايي وگړي دي، وزارت یې په اړه معلومات ور نه کړل.
په مالیزیا کې د بنکاک د برید په تړاو درې شکمن نیول شوي
د مالیزیا پولیسو د بنکاک د تیرې میاشتې د بمي برید په تړاو د پلټنو په ترڅ کې درې شکمن نیولي. د پولیسو مشر خالد ابوبکر وویل چې د نیول شویو څخه یې یو پاکستانی او دوه نور مالیزیایي وگړي دي. ويل شوي چې دا لا تر اوسه پوري روښانه نه ده چې دغه کسان دي تایلند ته وسپارل شي که نه. خو د چارواکو ترمنځ گډه همکاري موجوده ده. په بنکاک کې د اگست پر ۱۷ پر اراوان معبد برید ۲۰ انسانان ووژل.