د سیمي او نړۍ مهم خبرونه په انځور کي
کابل: د سړک د غاړې بمي چاودني دوه عسکر وژلي
د افغان چارواکو په حواله د کابل ولایت په کلکان ولسوالۍ کې د سړک د غاړې یوه بمب دوه عسکر وژلي او یو ملکي وگړی یې ټپي کړی دی. وسله والو طالبانو د دغه برید پړه منلې ده. همدا راز د ناټو د بې پيلوټه الوتکې یوه احتمالي برید په کونړ ولایت کې د وسله والو یو قوماندان او یو جنگیالی وژلی دی. د کونړ د والي ویاند مسلم عبدالغني وویل چې دغه برید د سه شنبې په سهار شوی.
یونکر: د اروپايي ټولني وضعیت ښه دی
د مهاجرو د تازه بحران په هلکه د اروپايي کمېسیون د مشر ژان کلود یونکر پلان د اروپا په پارلمان کې د اکثریت له خوا مثبت وارزول شو. په پارلمان کې د ټولو سترو گوندي ډلگیو ویاندانو هغه وړاندیز ومانه چې له مخې به یې د هنگري، یونان او اېتاليا څخه ۱۲۰ زره نور مهاجر د یوي الزامې سهمیې له مخې د اروپایي ټولني پر پاتو هیوادونو وویشل شي. هغه د اروپايي ټولنې له خوا د خوندي هیوادونو د یوه نوملړ وړاندیز هم وکړ.
میرکل: ادغام ته به اولیت ورکول کیږي
د آلمان صدراعظمه انگلا میرکل غواړي په هیواد کې په سونو زرو مهاجرو ته د پنا ورکولو پر وخت «ادغام ته اولیت» ورکړل شي. په پارلمان کې د یوه عمومي بحث پر وخت هغې وویل: « د دوی ډير به زموږ د هیواد نوي اتباع شي.» خو دې په عین وخت کې وویل هغه کډوال چې د اقتصادي دلایلو په اساس آلمان ته راځي، ژر تر ژره به بیرته خپلو هیوادونو ته ولیږدول شي.
اروپا په ترکیه د دیموکراسۍ په اړه اندیښمنه ده
د اروپايي ټولنې جرگه گۍ په ترکیه د کردانو د کړکیچ د پراخیدو په اړه اندیښنه څرگنده کړې. د جرگه گۍ عمومي مشر توربیورن یاگلند وویل: «زه د ترکیې پر امنیتي ځواکونو بریدونه په کلکه غندم.» خو نوموړي په عین وخت کې پر سیاسي گوندونو او رسنیو د بریدونو په هلکه هم چې د دیموکراسۍ د بې ثباته کولو خطر له ځان سره لري، اندیښنه څرگنده کړه. هغه پر حکومت او ټولو ادارو غږ وکړ چې د وگړو د ژوند او دیموکراسۍ ساتنه وکړي.
په نړۍ کې په هره یوه د قیقه کې ۱۱ ماشومان مړه کیږي
د ماشومانو د مړیني کچې د کمښت په برخه کې له پرمختگونو سره سره هم په ټوله نړۍ کې هر کال تقریباً ۶ ميلیونه کوچنیان تر پنځه کلنۍ دمخه مړه کیږي. د ملگرو ملتونو د ماشومانو د مرستې ادارې د یوه نوي رپوټ په حواله په دې توگه په اوسط ډول په هره یوه دقیقه کې ۱۱ ماشومان مړه کیږي. د یونیسف د آلمان د برخې مشر کرستیان شنایدر وویل چې ځيني ساده وسایل کولای شي د ماشومانو د وختي مړینې مخه ونیسي.
استرلیا د نورو مهاجرو د منلو ژمنه کړې
استرلیا هم اوس غواړي چې په روان کال کې د سوریې۱۲۰۰۰ نورو مهاجرو ته پناه ورکړي، دغه هیواد ته بشري مرستې برابر کړي او د ترهگري ډلي «اسلامي دولت» پر ضد په هوايي بریدونو کې هم برخه واخلي. لومړي وزیر توني ایبت وویل چې د مهاجرو په برخه کې به «تر تعقیب لاندي لږکیو» ته لومړیتوب ورکړي. د کانبره حکومت تر اوسه د ۱۴۷۵۰ مهاجرو منلو ته چمتووالی ښودلی دی.