د سیمي او نړۍ مهم خبرونه په انځور کي
په تيرا کي ۱۵ وسله وال وژل سوي
د پاکستان پوځ وايي چې د چهار شنبې په ورځ يې په شمال لویدیځه قبایلي سیمه کې ۱۵ وسله وال وژلي دي. یوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط ویلي دي چې پوځ د خیبر ایجنسۍ په تیرا سیمه کې د وسله والو دوه پټن ځایونه په نخښه کړي او ویشتلي: «په بریدونو کې ۱۵ وسله وال وژل شوي او ۸ ټپيان دي.»
په بوداپست کي د مهاجرو احتجاج
د بوداپست د ریلونو په تمځای کې په سونو مهاجرو د احتجاج په ترڅ کې غوښتنه وکړه چې د اتریش او آلمان پر لور ورته د سفر اجازه ورکړل شي. د سوریې، عراق او افغانستان څخه تقریباً ۶۰۰ مهاجر د «کیلیتي» د ریل په تمځای کې تم دي چې نور ۱۲۰۰ په ترانزیتي برخه کې په انتظار دي. چارواکو د دوشنبې پر سهار په حیرانونکي توگه په زرونو مهاجرو ته د اتریش او آلمان پر لور روانو ریلونو کې د کښیناستو اجازه ورکړه.
پيراوس ته بيا په سونو مهاجر رسېدلي دي
چهار شنبه سهار وختي تقریباً ۲۵۰۰ تنه مهاجر په یوه یوناني کښتۍ کې بندري ښار پيراوس ته رسیدلي. د ساحلي پولیسو له خوا ویل شوي چې د سه شنبې په ناوخته ماښام یوې کښتۍ تر۱۷۰۰ زیات مهاجر پيراوس ته رسولي ول. کښتیو دغه مهاجر د لیسبوس د هغه ټاپو څخه راوستل چې په بشپړه توگه ډک دی. په عمومي توگه دغه مهاجر بیا اتن ته ځي او له هغه ځایه بیا مقدونیا او له دغه ځای بیا هڅه کوي په ریل کې صربستان ته ځانونه ورسوي.
د کانگو د ياغيانو مشر وايي «بې گناه» يم
د کانگو د یاغیانو پخوانې مشر بوسکو نتاگاندا په دنهاک کې د جزا په نړیوالې محکمې کې د کانگو په ختیځ کې د جنگي جرمونو د ترسره کولو دعوا رد کړې ده. دغه ۴۱ کلن د محاکمې د پيل پر وخت وویل: «زه د دعوې په ټولو ادعا شویو ټکو کې بې گناه یم.» پر هغه په ټولیزه توگه د ۱۸ جرمونو له کبله چې د قتل، جنسي تیري، د ماشومانو د جنسي مریانو او عسکرو په توگه د کارولو څخه نیولې د ملکي وگړو تر بې ځایه کولو دعوا شوې.
په بغداد کي۱۷ترکي کارکونکي تښتول شوي
د فرانس پریس خبري آژانس د یوه خبر په حواله د عراق په پلازمېنه بغداد کې ۱۷ ترکی وگړي د وسله والو له خوا تښتول شوي. د پولیسو له خوا ویل شوي چې د یوه تعمیراتي شرکت دغه کارکونکي د «صدر سیتي» په سیمه کې د فوتبال د یوه میدان د جوړولو په چارو بوخت ول چې مخ پټو کسانو چې توري جامې یې اغوستي وې، تښتولي دي. د کورنیو چارو وزارت یوه استازي د تښتول شویو شمیر ۱۸ ښودلی.