د سیمي او نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
له دويچه ويله څخه د سيمي او نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره.
هندوستان د کشمیر پرسر خبري رد کړي دي
هندوستان د پاکستان لخوا د ناارامه سیمي کشمیر پرسر د خبرو وړاندیز رد کړی دی. په پاکستان کي د هندوستان د سفارت یوه استازي د اسلام اباد حکومت ته یو لیک سپارلی دی، چي پکښی راغلي دي، هندوستان غواړي د تازه او مهمو مسایلو په باب خبري وکړي ، خو نه د کشمیر په باب. همداد ددوشنبه په ورځ هم پاکستان د هندوستان څخه په یوه خط کي د کشمیر پرسر د خبرو غوښتنه کړې وه.
ترکيه ۳۸۰۰۰ بندیان مخکي له وخت څخه ازادوي
ډکو محبسونو ته په کتلو سره ترکيه ۳۸۰۰۰ بندیان مخکي له وخته ازادوي. لکه څنگه چي د عدلیې وزیر بېکیر بوزداگ اعلان وکړ،هغه بندیان چي د سږ عیسوي کال د جولای تر اولي نیټې دمخه یې جزايي اعمال سرته رسولي وي، باید ازاد سي. خو هغه بندیان چي د قتلونو او یا ترهگرو اعمالو په سرته رسولو باندي محکوم سوي دي، ددغه امر څخه مستثنی دي. وزیر په خپل تویتر کي پر دې باندي ټینگار وکړ چي دا یوه عمومي بخښنه نه ده.
په تیلو بار یوه کښتۍ تښتول سوې ده
نامعلومه کسانو په ۹۰۰۰۰۰ لیټرو تیلو سره بار یوه مالیزیايي کښتۍ تښتولې ده. د مالیزیا د کښتی چلولو چارواکو په خپل تویتر کي لیکلي دي چي گومان کیږي دغه کښتۍ به د اندونیزیا له «باتام» جزیرې سره نژدې وي. د هغوی په خبره ددې شک کیږي چي د کښتۍ د عملې یوه برخه به دهغه په تښتولو کي لاس ولري. کښتۍ د دوشنبې په ورځ لا تښتول سوې وه. د هغه د تیلو ارزښت ۳۵۰۰۰۰ یورو تخمین سوی دی.
په یمن کې جگړو په ميلیارو ډالر مالي تاوانونه رسولي دي
په یمن کي جنگونو تر اوسه پوري دغه هیواد ته د ځاني تاوانو تر څنگ په ميلیارو ډالره مالي تاوانونه هم رسولي دي او تر ۱۴ ميلیارده ډالره هم اوښتي دي. دغه خبر رویترز آژانس د جهاني بانک، ملگرو ملتونو او اروپايي ټولني د یوه رپوټ پر اساس ورکړی دی. په یمن کي حوثي یاغیان د عبد ربه منصور د حکومت پر ضد جنگیږي.
اسټرالیا په پاپونیوگینا کي د پناه غوښتونکو کمپ تړی
اسټرالیاغواړي په پاپونیوگینا کي د پناه غوښتونکو کمپ وتړي. د اسټرالیا د مهاجرو وزیر«پیتر دَتن» ویلي دي چي پر دغه خبره باندي د دواړو هیوادو حکومتونو موافقه کړې ده. خو د هغه د تړلو تاریخ نه دی ذکر سوی. «دَتن» ټینگار وکړ چي د دغه کمپ مهاجر به د اسټرالیا خاوري ته پرې نه ښول سي. د پاپونیوگینا ستري محکمې په اپریل میاشت کي ددغه کمپ موجودیت غیر قانوني بللی او د هغه د تړلو امر یې کړی وو.
د کلفورنیا په ځنگلونو کي سخت اورونه لگیدلي دي
د کلفورنیا چارواکو د تر ۸۰۰۰۰ اضافه انسانانو څخه غوښتنه کړې ده چي د پراخیدونکو اورونو څخه ځانونه د امن ځایونو ته ورسوي. د سانت بِرناردینو د ځنگل دارۍ چارواکو خبر ورکړی دی چي تقریبأ ۳۰۰۰۰ کورونه او اپارتمانونه د اور لگیدني په خطرناکه ساحه کي موقعیت لري. د اور د وژلو له پاره د اطفايې تقریبأ ۷۰۰ کسان په «کاجون» غرنۍ سیمه کي په عملیاتو بوخت دي.