د سیمي او نړۍ لنډ خبرونه په انڅورونو کې
کابل: ښايي یوه آلمانۍ تښتول شوي وي
داسي ويل کيږي چي د افغانستان په پلازمېنه کابل کي دي يوه مرستندويه آلمانۍ تښتول سوې وي. د راپور له مخي دغه ښځه د دوشنبې ورځي په سهار تښتول سوې ده. آلماني چارواکو تر اوسه پوري څه نه دي ويلي. د ناتائيد شوو راپور له مخي بايد د آلمان د نړيوالو همکاريو موسسې (GIZ) يوه آلمانۍ کار کوونکې د کابل په قلعه فتح الله سيمه کي تښتول سوې وي.د کابل په دغه سيمه کي د GIZ عمومي دفتر دئ.
امریکا هم د پاتریوت ماموریت پای ته رسوي
تر آلمان وروسته د امریکا متحد ایالت هم په ترکیه کې د «پاتریوت» ماموریت د ختمولو اعلان کړی دی. د واشنگټن او انقرې په یوه شریکه اعلامیه کې ویل شوي چې د ناټو دغه دوه کلن ماموریت چې په اکتوبر میاشت کې پای ته رسیږي، نه غځول کیږي. امریکا، هالنډ او آلمان په ترکیه کې د «پاتریوت» په نامه راکټي دفاعي ماموریت ترسره کاوه، څو د ناټو دغه غړی هیواد د سوریې له خوا له هوایي بریدونو خوندي شي.
په مصر کې د ترهگرۍ ضد نوی لانجمن قانون پلي کیږی
د مصر جمهور ریئس عبدالفتاح السیسي د ترهگرۍ ضد هغه لانجمن قانون توشیع کړ چې له مخې به یې د جزا قوانین لا پسې کلک شي. دغه قانون سربیره پر نورو په دولت پورې په تړلو قضیو کې د ځانگړو محکمو د رامنځ ته کولو زمینه برابره وي او له مخې به یې پولیسو او عسکرو ته د «د وظیفې د ترسره کولو پر وخت» د روز زیاتي د کارولو له کبله سزا نه ورکوله کیږي.
میولر: اروپايي ټولنه له سوریې د گاونډیانو سره باید مرسته وکړي
له سوریې څخه د مهاجرو لړۍ ته په کتو سره د آلمان د پراختیايي چارو وزیر گیرد میولر د اروپايي ټولنه څخه د دغه جنگ ځپلي هیواد د گاونډیو دولتونو سره د زیاتې مرستې غوښتنه کړې. نوموړي وویل چې اروپايي ټولنه باید خپلې هلې ځلې لا پسې زیاتې کړي څو له سوریې څخه گاونډي هیوادونه ته د تښتیدلو انسانانو سره په هغه ځای کې مرسته وشي چې دوی ورته په لومړي سر کې پنا وړي.
په برازیل کې د ولسمشرې پر ضد ډله ییزې مظاهرې ترسره شوي
په برازیل کې په زرونو انسانانو یو وار بیا د ولسمشري دیلما روسف پر ضد مظاهرې وکړې. مظاهره کوونکي پر هغې باندي د خوراکي موادو د لوړو بیو او فساد مسئولیت اچوي. پولیسو وویل چې په ټول هیواد کي تر۴۳۰ زرو زیاتو انسانانو په دغو احتجاجونو کې برخه اخیستې وه خو د مظاهرو تنظیمونکي وايي چې د گډونوالو شمیر د۷۰۰ زور په شاوخوا کې وو.
په سري لنکا کې پارلماني ټاکنې ترسره کیږي
په سريلانکا کې نن پر ۱۵ ميلیونه وگړو د نوي پارلمان د ټاکلو غږ شوی. د سريلانکا د اوږدې مودې ولسمشر ماهنده راجاپاسکا چې په جنورۍ میاشت کې په حیراونکې توگه له دندې لیري کړل شو، د پارلمان د غړیتوب هیله لري. ښايي هغه تر دې وروسته د لومړي وزیر څوکۍ ته ځان کاندید کړي. خو د ده ځای ناستی، ولسمشر مایتري پالا سیریسینا مخالفت اعلان کړ.