1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د سیمه ییزو پولیسو د مرگژوبلې کچه لوړه شوې»

میرویس جلالزی (کابل، افغانستان)۱۳۹۲ شهریور ۲, شنبه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د سمه ییز پولیسو له رامنځ ته کیدو راهیسې د دغو ځواکونو شاوخوا ۲۵۰۰ تنو غړو ته مرگژوبله اوښتې ده. په افغانستان کې په ۲۰۱۰ کال کې د سیمه ییزو پولیسو د جوړیدو بهیر پیل شو.

https://p.dw.com/p/19VeD
انځور: SHAH MARAI/AFP/Getty Images

د دغه وزارت په خبره د سیمه ییزو پولیسو د مرګ ژوبلې شمیره په تیرو څو میاشتو کې د پام وړ لوړه شوې ده چې له کبله یې دوی ډیر اندیښمن شوي دي. د سیمه ییزو پولیسو مشر جنرال علی شاه احمدزي، د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په تیرو څه باندې دوو کلونو کې نزدې ۹۸۰ تنه سیمه ییزو پولیس وژل شوي او ۱۲۱۵ تنه ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت د دغه چارواکي په خبره تر اوسه پورې د سیمه ییزو پولیسو شاوخوا ۳۰۰ تنه غړي تښتیدلي چې یو شمیر يې له زورپالو سره یو ځای شوي هم دي. ښاغلي احمدزي وویل چې سیمه ییز پولیس د جګړې په لومړۍ کرښه کې له زورپالو سره په نښتو کې ښکیل دي او له همدې کبله یې د مرګژوبلې کچه لوړه ده. هغه روښانه کړه چې د افغان حکومت وسله وال مخالفین هڅه چې سیمه ییز پولیس تر زیات فشار لاندې راولي: «سیمه ییزو پولیسو اوس په ډیرو ناامنو سیمو کې ځای پر ځای دي چې دا په خپله د دغو ځواکنو د مرګ ژوبلې په ډیریدو دلالت کوي. زموږ دغه ځواکونه د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي.»

اوس مهال د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې سیمه ییز پولیس موجود دی. د دغو ځواکونو شمیر اوس له شل زرو اوښتې ده. ټاکل شوې ده چې د دغو ځواکونو شمیر ۴۵۰۰۰ پورې ورسیږي.

ښاغلي احمدزي وویل چې سیمه ییزو پولیسو په ډیر کم لګښت د امنیت د ټینگولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. هغه په عین حال کې هغو غیر مسوول وسله والو کسانو ته هم اشاره وکړه چې د سیمه ییزو پولیسو له نوم څخه ناوړه استفاده کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په ځینو مواردو کې د سیمه ییزو پولیسو د کړو وړو په اړه اندیښنه څرگنده شوې ده. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په خپل تیر څلور میاشتنې راپور کې په دې اړه اندیښنه څرگنده کړې وه چې په ځینو سیمو سمه ییزو او ملي پولیسو بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب