1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"د سړک د غاړي ماينونه سخت خطر دی"

۱۳۹۰ مرداد ۱۶, یکشنبه

د ماينونو د شنډولو موسسه وايي، چي په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو او ملکي وگړو په وړاندي، د په کور کي جوړ سوو ماينونو استعالول تر ټولو لوړي کچي ته رسيدلي دي.

https://p.dw.com/p/12CWx
په افغانستان کي بهرني ځواکونه د په کور کي جوړ سوو چاوديدونکو ماينونو څخه سخت په تکلف دي
په افغانستان کي بهرني ځواکونه د په کور کي جوړ سوو چاوديدونکو ماينونو څخه سخت په تکلف ديانځور: DPA

د ماينونو د شنډولو موسسه د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزارت سره په گډه په دې لټه کي ده چي څنگه کولای سي په افغانستان کي دغي ستونزي ته د پای ټکی کښېږدي.

په افغانستان کي بهرني ځواکونه د په کور کي جوړ سوو چاوديدونکو ماينونو څخه سخت په تکلف دي. ددې ماينونو څخه په هغو لارو کي کار اخستل کيږي چي بهرني ځواکونه تگ راتگ باندي کوي.

د ماينونو د شنډولو موسسې وياند د فرانس پريس خبري آژانس ته ويلي چي د تيرو ۱۲ مياشتو په جريان کي د پاکستان څخه افغانستان ته د وړل سوي سپيني سري څخه بې شمېره بمونه او ماينونه جوړ سوي او استعمال سوي دي. په داسي حال کي چي د هغه راکړه ورکړه هم منع اعلان سوې.

د سرچينې په خبره د روان ميلادي کال د اپريل د مياشتي څخه تر جون مياشتي پوري د په کورکي جوړ سويو چاوديدونکو ماينونو شمېر ۳۴۸۵ ته رسيدی چي دا د تير کال په پرتله ۱۴ فيصده لوړ والی ښيي.

دغه چاودني تر ډيره په هلمند، کندهار او د افغانستان په ختيځ کي په هغو سیمو کي را منځ ته کيږي چي د پاکستان سره گډه پوله لري.

دغه موسسه وايي چي په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو په وړاندي د په لاس جوړ سوو بمونو په شمېر کي يوازي په روان پسرلي کي ۵۹ فيصده لوړ سوی.

ويل کيږي چي په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو د وژل سوو سرتيرو شپېته فيصده يې په دغه ډول چاودونو کي له منځه تللي دي.

د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزارت د معلوماتو له مخه په افغانستان کي د جگړې د پيل راهيسي بيا د روان کال د اگست د مياشتي تر لومړۍ نېټې پوري د تر مځکي لاندی ماينونو په چاودنو کي ۷۳۸ امريکايي سرتيري وژل سوي او ۷۸۵۷ نور ټپيان سوي دي.

د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخه په کورونو کي جوړيدونکي چاوديدونکي بمونه او ماينونه نه يوازي د بهرنيو ځوکونو په وړاندي کارول کيږي، بلکي په خپله د عادي افغانانو په وړاندي هم کارول کيږي. « د په کورونوکي د جوړ سوو چاوديدونکو موادو څخه د ملکي وگړو په مرگ ژوبله کي د تيرکال په پرتله ۱۷ فيصده لوړوالی راغلی.»

د جولای د مياشتي پر ۲۹ نېټه په هلمند ولايت کي د ملکي وگړو يو موټر پر ماين وختی چي په پايله کي يې ۱۸ عام وگړي ووژل سول.

د ماينونو د شنډولو د موسسې په خبره دغه ماينونه دا ډول جوړ سوي چي شل کيلوگرامه وزن باندي وخيژي چوي او د ټانک صد ماين دوه برابره زور لري.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم