1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سپین عقاب امنتې کمپنۍ په سلګونو میله وسله نیول شوې

۱۳۸۹ مهر ۱۰, شنبه

افغان امنیتي چارواکي وایې چې د ملک په نا امنه سویل کې یې د سپین عقاب په نامه د یوې خصوصې امنیتي کمپنۍ په سلګونو میله وسله نیولي ده.

https://p.dw.com/p/PSmq
انځور: DW

جمهور ریس حامد کرزي څه باندي یوه میاشت دمخه د یوه فرمان په ترځ کې د ټولو امنیتي خصوصي کمپنیو د ړنګولو امر وکړ. د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ په کابل کې سلګونه میله هغه وسلې خبریالانو ته وښودې چې په سویلي هلمند ولایت کې یې د عقاب په نوم له خصوصي امنیتی کمپنۍ څخه نیولې وې.

د دغه وزارت له ترهګرۍ سره د مبارزې د څآنګې مشر جنرال سید عبدالغفار وایې چې له امنیتي کمپنیو سره به په جدیت برخورد کوي او وسلې یې د غیر مسولو ډلود انحلال د پروګرام چارواکو ته سپارل کیږي. پدې هکله سید عبدالغفار وايي :

Karte Afghanistan mit Provinz Helmand
هلمند د افغانستان په ناقراره ولسواليو کي شمېرل کيږيانځور: DW

« دغه وسلې چې تاسو یې وینې پکې، ۳۰۵ میله کلاشینکوف او ۳۵ میله پیکا ده ، چې په هلمند کې د سپین عقاب له وسله والي امنیتي کمپنۍ څخه نیول شوي دي او اوس د ډایاګ پروګرام ته سپارل کیږي».

افغان دولت په کور دننه یو شمیر امنیتي خصوصي کمپنۍ په خود سریو او په لاس دامنیت په خرابولو کې ګرمي وبللي.

د جنرال سید زاده پر وینا چې په هرات، بدخشان او پکتیکا کې یې هم یو شمیر امنیتي شرکتونه بي وسلي کړي او دغه لړۍ د ملک په بیلا بیلو ولایتونو کې د دوي په مشرۍ روانه ده .

اوس مهال په افغانستان کې په لسګونو امنیتي خصوصي کمپنۍ فعالیت کوي چې ځیني یې د ناټو د لوژستیکي کتارونو بدرګه کوي اوځيني یې د بهرنیو میلمستونونو، سفارت خانو او خارجي شرکتونو ساتنه کوي.

د کورنیو چارو وزارت د تروریزم په وړاندې د مبارزې رییس جنرال سید عبدالغفارسید زاده خبرداری ورکړ که چېرې خصوصي امنیتی کمپنۍ په خپله خوښه خپلې وسلې ونه سپاري له زور څخه به یې پر وړاندي کار واخیستل شي. جنرال سیدعبدالغفار زياتوي:

«دا پروسه په ډیره آرامۍ او سولیزه توګه روانه ده ، دا دجمهور ریس کرزي امر دی چې مونږ یې پلی کوو، که څوک دوسلو له تسلیمولو سر وغړوي نو بیا به یې په زور وسلې ترینه واخلو، خصوصي امنیتي کمپنۍ باید د خپلو سپکو او درنو وسلو سپارلو ته چمتو والی ولري».

د کورنیو چارو وزارت وویل چې دا مهال دوه پنځوس ثبت شوې او نهه پنځوس بې جوازه خصوصي امنیتي کمپنۍ په دې هېواد کې فعالیت لري.

د امنیتي خصوصي کمپنیو د فعالیتونو د بندیدو پریکړه وروسته تر هغه وشوه چې په تیرو څو کلونو کې په ګڼو پیښو کې د دغو کمپنیو وسله والو سړو بي ګناه افغانان په نښه کړي او په لسګونو تنه یې وژلي دي.

د افغان ولسمشر د فرمان پراساس په دې هېواد کې خصوصي امنیتي کمپنۍ باید تر راتلونکو درېو میاشتو پورې په بشپړه توګه ړنګي کړای شي.

راپور لېږونکی: ميرويس جلالزی

کتونکی: احمدولي اڅکزی