د سپینې روسیې اپوزیسیون د ټاکنو د بایکاټ اعلان کړی دئ
۱۳۹۱ مهر ۲, یکشنبهاعلان
په سپینه روسیه کې د اپوزیسیون مهمو گوندونو له رایې ورکوونکو څخه غوښتي دي چې د پارلماني ټاکنو څخه بایکاټ وکړي. په سپینه روسیه کې دغه پارلماني ټاکنې د یکشنبې په ورځ تر سره کیږي.د اپوزیسیون گوندونو له رایې ورکوونکو څخه غوښتي دي چې د یکشنبې په ورځ خپلې رایې و نه کاروي.
لوکاشینکو د ۱۹۹۴م کال راهیسې په واک کې دئ او په ۲۰۱۰م کال کې د ولسمشر په توگه یو ځل بیا ټاکل کیدو د خلکو غوسه راپارولې وه او د هغه پر ضد د تاوتریخوالي ډک لاریونونه تر سره شوي وو چې د چارواکو له خوا ځپل شوي وو. د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش ادارې لوکا شینکو، د اروپا د وروستي دیکتاتور په توگه نومولی وو.