د سپيني ماڼۍ د پرون دوست نن دښمن دی
۱۳۹۰ خرداد ۱۰, سهشنبهد حقاني شبکه کومه ډله ده؟
دغي شبکې خپل نوم د خپل مشر جلال الدين حقاني څخه اخستی. دغه ډله يو له هغو دريو ډلو څخه ده چي په افغانستان کي د بهرنيو او افغان ځواکونو په وړاندي جنګيږي.
جلال الدين په 1980 لسيزه کي هغه وخت مشهوره سو، چي په افغانستان کي يې د پخواني شوري ځواکونو سره جکړه کوله.
د جلال الدين زړه ورتوب او ښه مديريت د پاکستانيانو، امريکايانو او عربانو سره د ده د مشهوريدولامل سو. ځکه نو هغه وخت حقاني ددغو هيوادونو څخه پيسې تر لاسه کولې تر څو د سره لښکر په وړاندي و جنگيږي.
د امريکا يو پخواني سناتور، چارلي ويلسون، چي هغه وخت يي افغان مجاهدينو ته د مرستو د ټولولو دنده په غاړه وه ويلي ول، چي حقاني «د شرافت يو ټوټه» ده. دغه افغان جنګيالی خو دومره د ټولو د توجه وړ و چي د متحده ايالاتو د پخواني ولسمشر، رونالد ريګن، په وخت کي يې د سپيني ماڼۍ څخه هم ليدنه وکړه.
وروسته له هغي چي په 2001 کال کي امريکايي ځواکونه افغانستان ته ور ننوتل، حقاني خپل د پخواني ملګري په وړاندي جګړه پيل کړه.
ده او د القاعدي پخواني مشر، اسامه بن لادن، د CIA د غوښتل سويو کسانو په ليست کي تر ټولو لومړی ځای ونيو. جلال الدين حقاني د پخواني شوروي په وړاندي د جګړې پر مهال د اسامه بن لادن سره پيژندلي وه.
اوس جلال الدين حقاني تر 70 کلونو ډير عمر لري. د ده صحي وضعيت هم ښه نه دی. خو پر دې سربيره هم دی تراوسه د خپلي او نورو شبکو جنګياليو ته د انګيزې ورکولو لامل دی. اوس مهال د جلال الدين حقاني زوی، سراج د هغه د شبکې چاري پر مخ بيايي.
د حقاني شبکه چيري عمليات ترسره کوي؟
د حقاني ډلي مشري په خټه پښتانه دي چي د افغانستان د پکتيا له ولايت څخه دي. دغه ډله د افغانستان په جنوب کي ډيره فعاله ده او هڅه کوي چي د افغانستان په جنوبي ولايتونو «پکتيا، پکتيکا او خوست» کي د خپلو اډو کنترول په لاس کي ونيسي.
ويل کيږي چي په افغانستان کي لومړي ځانمرگي بريدونه د حقاني شبکې، تر سره کړي دي.
همدا راز وويل کيږي چي دغه شبکه په افغانستان کي د ډيرو پيښو تر شا ده چي په کښي پر کابل سرينا هوټل بريد، د حامد کرزي د وژلو هڅه او په کابل کي د هندوستان پر سفارت بريدونه شامل دي.
اوس مهال د حقاني شبکې مشري په پاکستان کي ده. که څه هم په وروستيو کي د دغي شبکي اډي د امريکايي بي پيلوټو الوتوکو لخوا تر بريدونو لاندي راغلي خو دوی لا اوس هم خپلو بريدونو ته دوام ورکوي.
پاکستان ولي حقاني شبکې ته دا اجازه ورکوي چي د خاوري څخه يې فعاليت وکړي.
د حقاني ډله د پاکستان او امریکا تر منځ د ا ړيکو د خرابوالي يو ستر لامل گرځېدلې. پاکستاني حکومت هر وخت له دې خبري څخه انکار کړي چي گواکي دوي د حقاني شبکې ساتنه کوي.
د حقاني شبکه کولای سي په افغانستان کي د يوې پياوړي ډلي په توگه د پاکستان منافع تامين کړي. پردې سربيره کيدای دغه شبکه په افغانستان کي د هندوستان د پياوړي کيدو يو له ډيرو سختو مخالفينو څخه وي.
خو که پاکستان د متحده ايالاتو د فشارونو له وجي په شمالي وزيرستان کي د حقاني شبکې په وړاندي عمليات تر سره کړي، کيدای سي چي په دغه هيواد کي وضعيت نور هم خراب سي.
آيا د افغانستان د سولي په پروسه کي به د حقاني شبکه ته د ونډي بلنه ورکړل سي؟
پاکستان هيله لري چي متحده ايالات به د حقاني ډله د افغانستان د سولي په پروسه کي شامله کړي. د کابل حکومت هم په دې خبره پوهيږي چي دا سي نسي کيدای چي دغه ډله دي د سولي د پروسي څخه محرومه سي.
که امريکايان د حقاني په وړاندي خپل دريځ کي بدلون راولي، نو کيدای سي چي دغه ډله د سولي د بهير سره يوځای سي.
د کارپوهانو په خبره که امریکا په افغانستان کي د يوې سياسي حل لاري په لټه کي وي، نو د حقاني ډلي سره د سولي خبري اتري ښايي يو ښه انتخاب وي.
دغه کار بايد امريکا ژر تر ژره تر سره کړي، ځکه چي د سولي له بهير سره د خپل زوی په پرتله د جلال الدين حقاني ليوالتيا ډيره ده.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجيب الله زيارمل