1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سپوږمۍ د شا نوي انځورونه

آژانسونه/ احمد ولي اڅکزی۱۳۹۴ مرداد ۱۶, جمعه

د DSCOVR په نوم سټلايټ، مځکي ته د سپوږمۍ د شا جذاب انځورونه لېږلي دي. دغه سټلايټ په اصل کي د لمريزو طوفانونو له بدو اغېزو څخه د ترمخه خبرداري د سيسټم برخه ده.

https://p.dw.com/p/1GBRu
انځور: NASA

د ډيسکوري سټلايټ د ۱،۶ميليونه کلومترۍ په فاصله کي د مځکي او سپوږمۍ عکسونه اخيستي دي. د امريکا متحدو ايالاتو د هوانوردۍ او فضايي چارو ملي ادارې (NASA) دغه انځورونه اوس خپاره کړي دي.

ويل سوي دي چي دغه انځورونه د جولای مياشتي په نيمايي کي اخيستل سوي ول. د دغو انځورونه جذابيت دا بلل سوی دی چي د سپوږمۍ هغه اړخ پکښي انځور سوی چي له مځکي څخه نه سي ليدل کېدلای.

د سپوږمۍ د کوم اړخ انځورونه چي خپاره سوي دي، دا هغه اړخ دی چي د فيزيکي دلايلو پر اساس هيڅکله د مځکي خوا ته نه اوړي. د سپوږمي دغه اړخ په اول وار په ۱۹۵۹م کال کي د شوروي اتحاد د Lunik 3 په نوم سپوږمکۍ له خوا څېړل سوی وو.

دغه سټلايټ د امريکا متحدو ايالاتو د هوانوردۍ شرکت SpaceX له خوا په جنورۍ مياشت کي فضا ته استول سوی وو. د دغه سټلايټ ارزښت ۳۴۰ ميليونه ډالره بلل سوی دی.

د امريکا متحدو ايالاتو هوايي ځواک، NASA او ياد شرکت غواړي چي د دغه گډ سټلايټ په مرسته په خلا کي د موسمي حالاتو او پر مځکه د هغوی د ممکنه اغېزو په تړاو معلومات په لاس راوړي.

SpaceX Start in Cape Canaveral Florida
انځور: Reuters/S. Audette

دغه سټلايټ د دې تر څنګ د هغو لمريزو طوفانونو د څار له پاره په کار اچول کيږي چي له کبله يې پر مځکه مخابراتي نظام اغېزمن کېدلای سي.

DSCOVR د انګريزي نوم «Deep Space Climate Observatory» لنډيز دی چي په پښتو ورته «د خلا په ژورو کي د موسم څارونکی» ويل کېدلای سي.

د NASA يو وياند جارج ډيلر ويلي: «دغه سټلايټ به د ميليونونو کلومترو په فاصله کي د مځکي د امنيت له پاره کار کوي.»

دغه سټلايټ تر۱۱۰ ورځو مزل وروسته خپل ټاکل سوي ځای ته رسېدلی وو. دغه ټاکلی ځای ته تر رسېدو وروسته ساينسپوهانو په لومړيو۴۰ ورځو کي پر دغه سټلايټ د موجودو آلاتو د عملي فعاليت څرنګوالی ازمويلی وو.