1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سپتمبر ۱۱ د پيښو د تورنو کسانو محاکمه

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۷, یکشنبه

د سپتمبر د یوولسمي د ترهگرو پيښو۱۱ کاله وروسته، د هغو د طراحانو محاکمه یو ځل بیا پیل شوه. تورن کسان باید د گوانتانامو په یوه پوځي محکمه کي پوښتنو ته ځوابونه ووایي.

https://p.dw.com/p/14qlV
انځور: AP

د محکمې جریان په یوه بې نظمۍ کې پیل شو. د سپتمبر د ۱۱ د پیښو اصلي تورن خالد شیخ محمد او نورو څلورو تنو تورنو کسانو د محکمې د ژباړونکو پر وړاندي د څه ویلو څخه ډډه وکړه او د هغوی له جملې څخه رمزي بن الشیبه د محکمې په جریان کي پر لمانځه ودرېدئ.

مدافع وکیلانو د محکمې د معمول پوښتنو ته ځوابونه ورکړل او ویویل چې تورن کسان په زندان کي شنکجه او ربړول شوي دي. پر هغوی باندي د لگول شوو تورونو تر اورولو وروسته محکمه د جون د میاشتي تر ۱۲ نیټې پوري وځنډول شوه.

تورن کسان د مرگ سزا له خطر سره مخامخ دي

پنځه سره تورن کسان د مرگ سزا له خطر سره مخامخ دي. پرهغوی د ۲۹۷۶ کسانو د قتل، تروریزم او د الوتکو د تښتولو تورونه لگول شوي دي. که چیري پر تورنو کسانو دغه جرم ثابت شي ښایي د مرگ له سزا سره مخامخ شي.

خالد شیخ محمد د سپتمبر د ۱۱ پیښو د اصلي طراحانو څخه شمیرل کیږي. په دغه نېټه د ترهگرو پیلوټاونو یوې ډلې، مسافر وړونکي الوتکي وتښتولې او بیا ئې د نیویارک د نړیوال تجارتي مرکز او د متحده ایالاتو د دفاع وزارت سره وجنگولې، چې په پایله کې ئې شاوخوا ۳۰۰۰ تنه ووژل شول.

په گوانتنامو کي پوځي محکمه
په گوانتنامو کي پوځي محکمهانځور: picture-alliance/landov

رمزي بن الشیبه، چي د هامبورگ د ترورستي گروپ سره تړاو لري د محمد عطا له لوري رهبري کېدی. ویل کیږي چې د یمن تابعیت لرونکی دغه تن د تروریستي ډلې مالي ملاتړی او سازمان ورکونکی وو او پر دې سربیره ئې د القاعده شبکې سره چي مشري ئې د اسامه بن لادن پر غاړه وه نزدې اړیکې لرلې.

علي عبدالعزیز علي، مصطفی احمد الحوزوي او ولید بن عطش د ترهگرو پیلوټانو په ملاتړ کولو تورن شوي دي. دغه پنځه واړه کسان د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ میلادي کلونو په منځ کي نیول شوي ول، په لومړي سر کې دوی د CIA په زندانانو کي بندیان ول او بیا په ۲۰۰۶م کال کي، گوانتانامو زندان ته ولیږدول شول.

شیخ محمد په زندان کي د سپتمبر د ۱۱ په پیښو کي خپله ښکیلتا منلې وه خو داسي اټکل کیږي چې ښایي هغه دغه اعتراف د شکنجې په پایله کي کړی وي.

اوباما په لومړي سر کي د ملکي محاکمې غوښتونکی وو

دا د متحده ایالاتو د حکومت دوهمه هڅه ده چي غواړي د سپتمبر د یوولسمو پیښو ته له حقوقي لاري رسیدگي وکړي. ددغو پنځو تورنو کسانو محاکمه په لومړي سر کي په ۲۰۰۸م کال کي د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش په وخت کي پیل شوه.

کله چې بارک اوباما د جورج بوش ځای ناستی شو نو په ۲۰۰۹م کال کې ئې د حقوقي ملاحظاتو له امله په گوانتنامو کي ټولي محکمې ودرولې. خو د اوباما دا هڅه چي دغه تورن کسان د نیویارک په یوه ملکي محکمه کي محاکمه شي له سختو سیاسي فشارونه سره مخامخ شوه. یو کال وړاندي اوباما په گوانتانامو کي د دغه کسانو د پوځي محکمې اجازه ورکړه.

دویچه ویله، آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل