د سپتمبر د یوولسمې نېټې د برید ترهګر به د مرګ په سزا محکوم سي
۱۳۹۱ فروردین ۱۷, پنجشنبهاعلان
د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې نېټې برید کوونکي باید په ګوانتانامو کې د پوځي محکمې مخې ته ځواب ووايي. د متحده ایالاتو د دفاع وزارت په واشنګټن کې خبر ورکړ چې د خالد شیخ محمد او څلورو تنو نورو شکمنو کسانو دوسیې په کیوبا کې یوې امریکایي پوځي محکمې ته سپارل سوي دي.
پوځي محکمه ښايي پر دوې باندې د اعدام حکم صادر کړي. په دې اړه پروسه به د مې په میاشت کی پیل سي. د جمهور رئیس بارک اوباما، هغې هڅې چې غوښتل ئې دوې یوې ملکي محکمي ته وړاندې کړي له ناکامۍ سره مخامخ شوي.