د سيمي او نړۍ مهم خبرونه
د بلوڅ بېلتون غوښتونکو د یوه مشر د مرگ احتمال
د رویترز خبري آژانس په حواله د پاکستان یوه ایالتي چارواکي د ناتائيد شوی رپوټه له مخي ويلي دي چې د وسله والو بېلتون غوښتونکو بلوڅانو یو مشر وژل شوی وي. د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بگټي په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې د «بلوڅو د آزادۍ جبهې» د منع شوي گوند مشر الله نظر ښايي د تیري میاشتې د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی وي. دغه ډله د پاکستان د حکومت پر ضد وسله وال فعالیتونه کوي.
په يونان کي د پوليسو او مهاجرو ترمنځ زورزياتی
د یونان په لیسبوس ټاپو کې پولیسو هغه وخت مهاجر په سوټو ووهل چې تر۶۰۰۰ زیاتو مهاجرو هڅه کوله د حکومت له خوا چمتو شوي هغي کښتۍ ته پورته شي چې د ۲۵۰۰ مهاجرو د وړولو وړتیا لري. دغه کښتۍ اوس اتن ته رسیدلې ده. د رسمي معلوماتو پر اساس د مگړۍ په لیسبوس ټاپو کې۱۸۰۰۰ مهاجر د اروپا وچې ته د رسېدو په تمه دي.
ترکیه: د کردي یاغیانو احتمالي برید ۱۲ انسانان وژلي
د رپوټونو په حواله په ترکیه کې د کردي یاغیانو یوه نوي احتمالي برید ۱۲ انسانان وژلي دي. د ترکيې د رسنیو په حواله ټول قربانیان پولیس دي. زیاته شوې چې پيښه په اغدیر ایالت کې رامنځ ته شوې. د کردانو د کارگر گوند (پي کې کې) له خوا د یکشنبې په ورځ د ترسره شوي برید د غچ اخیستنې په موخه د ترکیې پوځ د دغه گوند پر سنگرونو او جنگیالو خپلو بمباریو ته دوام ورکړ.
بریتانیا په سوریه کې د «اسلامي دولت» جنگیالي په نخښه کړي
د بریتانیا هوايي ځواک په لومړي وار په سوریه کې پر افراطي ډلي «اسلامي دولت» یرغلونه کړي. لومړي وزیر دیود کامرون پارلمان ته وویل چې د اگست مياشتي د۲۱ نېټې په عملیاتو کې یې رقه ښار ته نژدې د دغي ډلي درې جنگیالي د بې پيلوټه الوتکې په یوه برید کې وژلي دي. ده زیاته کړه چې دا برید د «ځان څخه د دفاع» یو عمل وو.
شمالي او جنوبي کوریا پر يوې موضوع توافق کړی
تر سختې معاملې وروسته شمالي او جنوبي کوریا د جلا شویو کورنیو د بیرته یوځای کولو پر سر توافق ته رسیدلي. د توافق له مخې به د دواړو هیوادونو هغو وگړو ته یو له بل سره د لیدني کتنې اجازه ورکړل شي چې په ۱۹۵۰ او ۱۹۵۳م کالو کې د کوریا د جگړې پر مهال له خپلو خپلوانو څخه بېل شوي ول. د جنوبي کوریا د «یونهاپ» خبري آژانس ویلي چې په دغه خبرو اترو کې د دواړو خواو ۱۰۰ کورنیو ته د لیدنې کتنې اجازه ورکړل شوې.
د بریتانيا پارلمان په اروپايي ټولنه کې د پاتېدو پر سر د ریفرندم پلوي وکړه
د بریتانيا پارلمان په اروپايي ټولنه کې د دغه هیواد د پاتېدو پر سر د ریفرندم په پلوي رای ورکړه. ۳۱۶ استازو د لومړي وزیر د هغه پلان پلوي وکړه چې له مخې به یې د ۲۰۱۷م کال په پای کې یوه ټول پوښتنه ترسره شي. اوس باید د مشرانو جرگه هم په دې اړه رای ورکړي.