د سيمي او نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کي
روسيه د ايران له همدان څخه پر سوريې بمبارۍ کوي
د روسيې هوايي ځواک له ايران څخه د جنګي الوتکو پروازونه کوي او په سوريه کي بمباري کوی. د روسيې د دفاع وزارات په مسکو کي وويل چي له ايران څخه يې جنګي الوتکو پروازونه پېل کړي او په سوريه کي يې د داعش او النصره پر ډلو بمبارۍ کړي دي. خو د بشري حقونو نړيوال سازمان هيومن رايټس واچ مسکو او دمشق د بېلري يا سوځونکو بمونو په استعمال تورن کړي دي.
ترکي چارواکو ۴۴ شرکتونه تلاښي کړل
په ترکيه کي د ناکامه کودتا څخه يوه مياشت وروسته په استانبول کي پر ۴۴ شرکتونو چاپې وهل سوي دي. پر دغو شرکتونو تور دی چي د فتيح الله ګيولن د ډلې سره مالي مرستي کوي. د خبرونو له مخي په دې ترڅ کي د ۱۲۰ کسانو د نيولو امرونه هم سوي دي. د دې تر څنګ د حريت نومي ورځپاڼي د يو ژورنالست د نيولو امر هم سوی دی. يادي ورځپاڼي ليکلي چي پر اردا اکين نومي همکار يې حکومت تور لګولی چي د يو «سازمان» څخه يې ملاتړ کړی ؤ.
عربي اماراتو له ګوانتانامو زندانه ۱۵ زندانيان منلي دي
د امريکا متحده ايالاتو د ګوانتانامو له زندان څخه ۱۵ نور زندانيان آزاد کړي دي. د امريکا د دفاعي چارو وزارت ويلي دي چي دغه بنديان د عربي اماراتو له خوا منل سوي دی. د ولسمشر باراک اوباما د دورې پر وخت د خوشي کړل سوو بنديانو دا تر ټولو لوی شمېر دی. په دې توګه سره نو په ګوانتانامو کي د پاته بنديانو شمېر ۶۱ ته راټيټ سوی دی.
آلمان: د مهاجرو له کبله به بې روزګاري زياته سي
د رسنيو د راپورونو له مخي د آلمان حکومت اټکل کوي چي د زياتو مهاجرو د راتلو له کبله به په آلمان کي بې روزګاري زیاته سي. د «بلډ» په نوم ورځپاڼي د آلمان د مالي وزارت په حواله ليکلي دي چي اټکل کيږي په راتلونکي کال کي به په دغه هيواد کي د بې روزګاره انسانانو په شمېر کي ۱۱۰ زره ډېرښت راسي.
په متحده ايالاتو کي سېلابونو ۷ انسانان وژلي دي
د امريکا د متحده ايالاتو په لوييزيانا ايالت کي د سېلابونو له کبله د وژل سوو انسانانو شمېر لږ تر لږه ۷ ته جګ سوی دی. د ياد ايالت ګورنر جان بېل اېډورډس ويلي دي چي د موسم د بهتره کېدو باوجوده په بعضي ځايونو کي د اوبو سطحه جګه سوې ده. د جمعې د ورځي راهيسي په ياد ولايت کي د ابو سطحه د جګېدو په حال کي ده او پراخي سيمي تر اوبو لاندي سوي دي.