د سيمي او نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کي
د آلمان د داخله وزير د ترهګرۍ ضد اقداماتو بسته وړاندي کړه
د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزېر د ترهګرۍ پر ضد د اقداماتو د وړانديزونو يو بنډل وړاندي کړ. د دغه امنيتي اقداماتو مقصد به په آلمان کي د ترهګرو بريدونو د ګواښ کمول وي. دغه آلماني سياستوال په برلين کي وويل چي د دې وروسته بايد د جرم مرتکب سوي بهرنيان او هغه کسان چي ګواښ وي، بايد ورسره سخت چلن وسي.
په حلب کي نښتي ادامه لري
په حلب کي د روسيې له لوري د اوربند د اعلان باوجوده جګړه ادامه لري. د اعلان سوي اوربند څخه وروسته څو ځله د ياغيانو پر سيمو راکټونه ولګېدل. لندن مېشتي د سوريې د بشري حقونو د څار سازمان د دې پخلی کړی دی چي په حلب کي تاوتريخوالی ادامه لري. ماسکو د چهارشنبې په ورځ اعلان کړی ؤ چي د پنجشنبې له ورځي به ډزبندي پيل سي چي په ترڅ کي به يې د لسو او يوې بجې تر منځ د ورځي نوره هوايي او مځکنۍ بمباري نه کيږي.
ټرمپ: اوباما د داعش تاسيس کوونکی دی
د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشرۍ د چوکۍ کانديد دونلد ټرمپ ولسمشر باراک اوباما د ترهګرې ډلې داعش «تاسيس کوونکی» بللی دی. د جمهوري غوښتونکي ګوند دغه کانديد د خپلي سيالي کانديدي هېلري کلنټن په هکله ويلي چي هغه «بدمعاشه» او د داعش په رامنځ ته کولو کي همکاره ده. ټرمپ دا خبري د امريکا د فلوريډا په ايالت کي د ټاکنيز کامپاين و يوې غونډي ته د وينا پر وخت وکړې.
د مهاجرت آلمانۍ اداره غواړي تر اکتوبر پوري ټول مهاجر ثبت کړي
د مهاجرو او کډوالو له پاره د آلمان ځانګړي فدرالي ادارې رئيس فرانک يورګن وايزه ويلي دي چي انتظار لري چي د سپتامبر د مياشتي تر آخر پوري به په آلمان کي د ټولو مهاجرو د ثبتولو پروسه پای ته رسېدلې وي. نوموړي و «ويرشافتس ووخه» نومي مجلې ته ويلي چي په دغه ميعاد کي به ټولو راغلو مهاجرو ته موقع ورکوله سي چي د پناه غوښتني خپل غوښتنليک ثبت کړي.
د کاناډا پوليسو يو شکمن ترهګر وواژه
د کاناډا پوليسو يو شکمن ترهګر په ډزو وژلی دی. دا خبر د CBC په نوم تلويزيون د کاناډايي فدرالي پوليسو په حواله ورکړی دی. د دې څخه تر مخه پوليسو ويلي ول چي يو کس يې نيول دی. پوليسو ويلي چي په دغه اقدام سره يې هڅه کړې چي دا يقيني کړي چي «عامه امنيت ته ګواښ نه دی موجود.» پوليسو نه غوښتل چي د دغي پيښي په تړاو نور جزيات او معلومات ورکړي.