د سيمي او نړۍ مهم خبرونه په انځورونو کي
په افغانستان کي ۲۱ انسانان وژل سوي
په افغانستان کې د سه شنبې په ورځ په بېلا بېلو پیښو کې۶ ملکیان، یو پوځي څارنوال او۱۴ وسله وال وژل شوي دي. د غزني د والي ویاند ويلي دي چې د دغه ولایت د یوې کورنۍ ۶ تنه چې دوې ښځي، درې ماشومان او یو نارينه وو په وژل شوو کې شامل دی. د بغلان د پولیسو ویاند ویلي چې د طالبانو په یوه کمین کې پوځي څارنوال وژل شوې او درې تنه ټپیان شوي. د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې ۱۴ طالب جنگیالي خپلو ملگرو وژلي دي.
مرکيل: اروپا بايد ټولي ستونزي په شريکه حل کړي
د آلمان صدراعظمې انگلا میرکل او د هسپانیې لومړي وزیر ماریو راخویې په ټینگار سره د اروپايي ټولنې څخه غوښتنه کړې چې د مهاجرو د سیاست په برخه کې په چټکه توگه مسئولیت پر غاړه واخلي. په برلین کې د لومړي وزیر راخویې سره د لیدنې کتنې پر وخت میرکل وویل چې دوی په دې باور لري چې اروپا هغه ستونزې چې په ټولو پورې اړه لري، په شریکه باید حل کړي.
د بالکان د مهاجرو له پاره په آلمان کي کمپ
د آلمان د بایرن ایالت د ټولنیزو چارو وزیرې اِمیلیا میولر د هیواد په کچه د بالکان د کډوالو له پاره لومړۍ ځانگړۍ سرپنا پرانستله. د انگولف شتاد سره نژدې په یوه پخوانې پوځي قشله کې به د جنوب ختیځې اروپا هغه ۵۰۰ مهاجر ځای پر ځای شي چې په آلمان کې د پاتیدو هیڅ چانس نه لري. میولر په دې ترڅ کې وویل چې ټولي اړوندې ادارې گډه همکاري لري. څو د دغه پنا غوښتونکو دوسیې د څلور تر شپږو اوونیو په موده کې بررسي شي.
په کيف کي اخ و ډب
د اوکراین په پلازمېنه کیف کې تر اخ و ډب یوه ورځ وروسته د ملي گارډ دوهم غړي هم ساه ورکړه. دغه خبر د کورنیو چارو د وزیر ارسین اواکوف له خوا ورکړل شو. نوموړي زیاته کړه چې تقریباً ۱۳۰ انسانان په روغتونو کې تر درملنې لاندې دي چې په دوی کې د ۶ روغتیايي وضعیت د اندیښنې وړ دی. په اساسي قانون کې د سمون پر ضد د پارلمان مخې ته د یوې مظاهرې پر وخت تند لارو ناسیونالستانو یو لاسي بمب وچاو او فایرونه یې وکړل.
په ترکيه کي پوليسو د رسنيو مرکز تلاښي کړی دی
په ترکیه کې پولیسو د حکومت د یوه منتقد رسنیز شرکت مرکز پلټلی. په دغه شرکت پوري د تړلي روځپاڼي «بوگون» مسئول مدیر ارحان باسیورت وویل چې د «کوزا ایپک هولدنگ» شرکت پر ضد د پولیسو دغه چلند د مطبوعاتو د خاموشه کولو یوه هڅه ده. همدا راز د دغه رسنۍ د مالک شخصي کورونه او په دغه رسنۍ پورې د تړلي پوهنتون ودانۍ هم تالاشي شوې ده. تر اوسه د دې پولیسي عملیات علت نه دی ښودل شوی.
د بنکاک د چاودني په تور يو بهرنۍ نيول شوی دی
په بنکاک کې تر بمي برید دوې اوونۍ وروسته د تایلند پولیسو یو بل بهرنی شکمن تن نیولی دی. دا خبر د لومړي وزیر پرایوت چان اوچا له خوا ورکړل شوی. د رسنیو د رپوټونو په حواله دغه تن ښايي بمب ایښوونکی وي. د اگست د میاشتې پر ۱۷ نیټه د بنکاک د څو ملیوني ښار د گڼې گوڼې په سیمه کې د اراوان معبد سره په چاودنه کې۲۰ تنه ووژل شول.