د سيمي او نړۍ مهم خبرونه په انځورونو کي
په پاکستان کي ۴۳ ياغيان وژل سوي دي
د پاکستان پوځ ویلي دي چې د طالبانو او نورو یاغیانو ډلو پر ضد د پراخو عملیاتو په ترڅ کې د افغانستان پولې ته څیرمه هوایي بریدونو کې يې ۴۳ یاغیان وژلي دي. ویل شوي دي چې دغه بریدونه د قبایلي سیمې شمالي وزیرستان په غرلمۍ او شوال سیمو کې شوي دي. په دغه ځای کې د تیر کال له جون میاشتي راهیسي د پاکستان پوځ عملیات پیل کړي دی، څو دغه سیمي له یاغیانو پاکي کړي.
په برازيل کي سیاسي کړکېچ مخ پر زياتېدو دی
د آلمان او برازیل د حکومتي سلا مشورو تر لومړۍ غونډي لږ دمخه په برازیل کې سیاسي کړکېچ مخ پر زیاتیدو دی. د «او گلوبو» په نوم ورځپاڼي د رپوټ له مخې د برازیل څارنوال به د پارلمان د مشر پر ضد د اختلاس په یوه قضیه کې د مداخلې له کبله د اقامې دعوا وکړي. د رپوټ له مخې هغه باید لوړې محکمې ته د پیسو د سپینولو او اختلاس له کبله ځواب ووایي.
په عدن کي چاودني څلور انسانان وژلي
د یمن په سویلي ښار عدن کې د والي په دفتر کې د یوې چاودنې له کبله څلور تنه وژل شوي دي. له دغه بندري ښاره خبریالانو رپوټ ورکړی دی چې په چاودنه کې ۱۱ تنه ټپیانه شوي هم دي. دا چې د برید تر شا د چا لاس دی لا معلومه نه ده. ویل شوي دي چې والي د چاودنې پر مهال د پیښې په ځای کې نه وو. ویل کیږي چې هغه د سنیانو د اصلاح گوند غړی دی. په يمن کي ډېر بريدونه القاعده او داعش کوي.
د چين د تيانجين ښار په اوبو کي کيمياوي مواد
د چین په بندري ښار تیانجین کې د کیمیاوي موادو په یوه گودام کې تر چاودنې وروسته د شا او خوا په اوبو کې په لوړ مقدار د سایند کیمیاوي مواد موندل شوي دي. د چاپیریال ساتنې ځایي ادارې د وینا له مخې د باراني اوبه په یوه نل کې د دغې زهرجنې مادې د اجازه ورکړل شوې اندازې ۲۷۷ واري زیاته اندازه موندل شوې ده. تر دې لږ مخکې د دغه ښار روغتیایي چارواکو د څښاک اوبه د ملي ستندرد مطابق بللې وې.
په تايلند کي ترهگر بريد ښايي يوه بهرني کړی وي
د تایلنډ د پوځي حکومت له نظره د پلازمینې بنکاک په یوه سیاحتي ناحیه کې بمي برید ښایي له نړیوالې ترهگرۍ سره تړاو و نه لري. د حکومت یوه ویاند ویلي دي چې دا د متحدو هیوادونو له چارواکو سره د ملي څیړونکو د سلا مشورو پایله ده. دغه ویاند ویلي دي چې داسي کوم شواهد هم نه شته چې دغه برید دې چینایي سیلانیانو ته متوجه وې. دغه چاودنه د ایروان په عبادت ځای کې و شوه چې د سیلانیانو په منځ کې ډیر شهرت لري.